د شنبې په ورځ(د وږي په لومړنۍ نېټه) د پلازمېنې کابل په بېلابېلو برخو کې درې چاودنې شوې دي چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان دي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامز وايي چې لومړۍ چاودنه د اوومې حوزې د چهلستون په نوي سړک کې رامنځته شوې چې یو تن په کې وژل شوی او دوه تنه یې ټپيان کړي دي.
د ښاغلي فرامرز په وینا، دا چاودنه د نښلوونکي ماین له امله وه چې په شخصي کرولا ډوله موټر کې نښلول شوی و.
دویمه چاودنه هم د کابل ښار د پنځلسمې حوزې په هنګرها څلور لاره کې شوې چې موخه یې د پولیسو یو موټر و ښاغلی فرامرز په دغې پېښه کې د دوه پولیسو د ټپي کېدو پخلی کوي.
پنځمه چاودنه د کابل ښار د پنځمې حوزې په کمپنۍ سیمه کې رامنځته شوې چې مرګ ژوبله نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې کابل ښار کې د نښلوونکو (مقناطیسي) ماینونو چاودنې چې تر ډېره پوځي موټر په نښه کوي زیاتې شوې دي.