Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې پر یوه روغتون او رسنۍ د ځانمرګي برید مخنیوی

د ملي امنیت عمومي ریاست په یوې خپرپاڼه کې وايي چې په کابل ښار کې پر یوه روغتون او یوې رسنۍ د ځانمرګو بریدونو مخنیوی کړی دی.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د داعش ډلې دوو بریدګرو چې غوښتل یې په یوې رسنۍ او د کابل په لوېدیځ کې د مولا علي پر روغتون برید وکړي، د دغه بنسټ د ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه دوه تنه - لطف الله مشهور په خراساني او احمدالله چې د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د دغې خپرپاڼې پر بنسټ، دغه دوه تنه د داعش د درې غړو له خوا جذب شوي وو.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې دغو بریدګرو غوښتل پر یوې رسنۍ او روغتون برید وکړي.

شریک یي کړئ