د پوهنې وزارت د علمي شورا رییس میرعبدالباقي امین نن سهار (چهارشنبې د زمري په ۲۹مه) د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د مقناطیسي ماین چاودنه کې ووژل شو.
پوهنې وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې دغې پېښه کې د ښاغلي امین چلوونکی هم ټپي شوی دی.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دغې پېښې پخلی کوي او وايي چې نن سهار په کابل ښار کې هم یوه بله چاودنه هم شوې ده.
هغه زیاتوي چې دویمه چاودنه د کابل ښار د دولسمې حوزې په اړوند سیمه کې پر یوه رنجر موټر شوې ده چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د طالبانو په ګډون تراوسه هېڅ ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.