د هېواد په ختیځ کې د ننګرهار امنیتي چارواکي ادعا کوي، چې له دوه میاشتو راهیسې یې بټي کوټ کې شاوخوا دوه سوه وسله وال طالبان وژلي او ګڼ کلي ترې حکومتي ځواکونو نیولي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو څلورمې پلې لېوا قوماندان وايي، د بټي کوټ چاڼیزو عملیاتو کې د طالبانو مهم مرکز چاردهي هم نیول شوې او شاوخوا دوه سوه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو - څلورمې پلې لېوا قوماندان محمد کریم نیازی وايي:«د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردهې کلي ټولې سیمې د وطن د دښمن له شتونه پاکې کړې، د دوی لپاره مو سولهییز ژوند تامین کړ.»
اخوا ځايي اوسېدونکي له دغو عملیاتو هرکلی کوي ؛خو له حکومته غواړي چې ځايي پاڅون کوونکي دې د وسلو ترڅنګ پر نورو لازمو امکاناتو د تلپاتې امنیت ټینګښت لپاره سمبال کړي.
د بټي کوټ د چاردهي اوسېدونکی اصغر ستومان څرګنده کړه:«د تېرو ۱۴ کلونو په لړ کې هر څه ویجاړ شوي، دلته هېڅ هم جوړ شوي نه دي، سړک جوړ شوی نه دی.»
د بټي کوټ د چاردهي اوسیدونکی نصیر احمد هم وویل:«دلته چې هر څه شوي ټول د سیمې د خلکو په مرسته وو او په بدل کې دولت د هغوی لپاره هېڅ هم نه دي کړي، نه یې وسله ورکړې او نه هم بل څيز.»
حکومتي ځواکونه لومړی ځل دی چې په تېرو دیارلسو کالونو کې په دې سیمو کې قدم وهي او ټینګار کوي چې د امنیت د ټینګښت لپاره به دلته په دوامداره توګه پاتې کېږي.
د طالبانو له واکمنۍ راوروسته هم دا سیمې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وې، د چاردهي بازار یې د فعالیت مهم ځای وه، دې بازار کې پخوا د وسلهوالو طالبانو تګ راتګ وه؛ خو تر کلونو تېرېدو وروسته پهکې اوس امنیتي ځواکونه لیدل کېږي.