د ۸۰۸ سپینزر حوزې قومندان وايي چې طالبانو په کندز ولایت کې د دولتي ځواکونو د بایو مټریک سیستم ترلاسه کړی او دا د اندېښنې وړ ده.
جنرال کامهوال زیاتوي چې طالبانو د ټولو ګوتې په بایو مټریک لیدلي او رووسته له پېژندګلوي یې خپلې موخې له منځه وړې دي.
په همدې حال کې د کندز ولایت امنیتي چارواکي د مسافرو برمته کولو لپاره بخښنه غواړي او وايي چې دغه کار نه جبرانېدونکی دی.
د ۸۰۸سپینزر د حوزې قومندان، پاسوال شېرعزیزکامهوال وايي:"مسافرانو وویل چې طالبانو دستګاه او یا کمپیوټر درلود چې ګوتې یې ورباندې ايښودې خو ډېر کسان د بایو مټریک دستګاه نه پېژني او موږ فکر کوو چې دغه دستګاه بایو مټریک وه ښکاره کول یې چې دا سرتېری دی او که نه؟"
خو په ریښتیا هم دلته څه پېښ شوي وو د سیمهییزو پولیسو قوماندان چې د وژل شویو مسافرانو مړي راویستي دي وايي چې هغه به د ښځو او ماشومانو د چغو غږونه هېر نه کړي.
د کندز ولایت یو سیمهییز چارواکی، ارباب خوشال وايي:"په همدغه سرک یې وړي وو او مړي یې د ځنګل لاندې سیند پر غاړه یې اچولي وو. صاحب منصبان وو چې له کابل څخه خپلو کورنو ته پر رخصتیو تلل او په وژل شویو کې ملکي کسان هم وو ځکه چې سپینږیري وو."
پوځیان خپل کمکارۍ د مسافرانو په ژغورنه کې مني.
د ۸۰۸سپینزر د پولیسو حوزې قومندان، پاسوال شېرعزیزکامهوال وايي:"که موږ خپل ځان ته برائت ورکړو او ووايو چې امنیتي ځواکونه په دې برخه کې ګرم نه دي، سمه خبره نه ده، موږ له خلکو بخښنه غواړو او ژمنه کوو چې راتلونکې کې به دا ډول پېښه رامنځته نهشي.
هغه هټیوال چې د پېښې پرمهال یې غوښتل خپل دوکان خلاص کړي، له هغې پېښې شوکه شوی دی.
عیني شاهد، ببرک وايي:"طالبان نیمه شپه د سړک پر سر راغلي وو او موټرونه یې کلي ته یوړل او داسې کار یې ترسره کړ."
طالبانو د تېرې سېشنبې پر ورځ ۲۰۰ مسافر د کندزـ بغلان پر لویه لاره ښکته کړل او په لاس کې شته امکاناتو په درلودو سره یې خپلې موخې وپېژندې او ویې وژل چې اوس په کندز کې د پولیسو لوړپوړی چارواکی هم دغه خبره مني طالبانو د کندز ولایت د دولتي کارکوونکو د بایو متریک سیستم تر لاسه کړی دی.
په دې اړه مو اندونه