د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزي د هېواد په ختیځو برخو کې د پاکستاني پوځیانو هوايي او ځمکني بریدونه په کلکه غندي او هغه په څرګنده د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا یرغل وباله.
په کونړ کې ځايي چارواکي، وايي چې د چهارشنبې په ورځ پاکستاني چورلکو د دغه ولایت د دانګام ولسوالۍ ځینې برخې په نښه کړې دي.
د دغو چارواکو په وینا، پاکستاني پوځيانو دغه سیمې له توغندویو سره په نښه کړي دي.
دغه چارواکي همدارنګه په ډاګه کوي چې ځينې ولسي وګړي د دغو بریدونو په پایله کې ټپيان شوي دي.
د پخواني ولسمشر د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي دي چې د هېواد په ختیځو برخو د پاکستاني پوځيانو د هوايي او توپخانهيي بریدونو په پایله کې ولسي وګړو ته ځاني او مالي زیانونه رسېدلي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي:«پخوانی ولسمشر دغو بریدونو چې ولسي وګړو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي، د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف او زموږ پر ځمکنۍ بشپړتیا په څرګنده یرغل بولي.»
د افغانستان پر ختیځو ولایتونو لکه ننګرهار او کونړ د پاکستان توغندويي بریدونه، له څو کلونو راهیسې دوام لرلی دی.
افغان حکومت په ځلونو دغه موضوع له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې. خو د کابل د چارواکو په وینا، پاکستان دغو اندېښنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی.