په هېواد کې د ناامنیو د پراختیا په اړه د سیاسي مشرانو اندېښنه، په دې لړ کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی له اسوشیټډپرس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې امریکا او پاکستان، د افغانستان له جګړې څخه په خپله ګټه کار اخلي.
ښاغلی کرزی پر پاکستان د لازیاتو بندیزونو د لګولو غوښتونکی دی.
ښاغلی کرزی وايي واشنګټن او اسلام اباد هڅه کوي د افغانستان د جګړې له پراختیا ګټه پورته کړي.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په دې اړه اسوشیټډپرس ته ویلي:« زه غواړم چې امریکا د پاکستان پر پوځ او استخباراتو بندیزونه ولګوي، نه د دغه هېواد پر خلکو، دا کار به موږ د سمې لارې په لور بوځي.»
د افغانستان پخوانی ولسمشر په افغانستان کې د امریکا شتهوالی د هېواد په ګټه نه بولي.
ښاغلی کرزی په دې اړه هم وايي:« افغانان غواړي چې د امریکا شتهوالی د افغانستان لپاره ګټور وي نه دا چې زیان ورته ورسوي، په اوسني وضعیت کې د امریکا فعالیت د افغانستان په زیان دی او د امریکايي ځواکونو د عملیاتو څرنګوالی باید بدل شي.»
له بلخوا عطامحمد نور داعشیان او طالبان د انسانانو وژونکي بولي او وايي چې حکومت د ترهګرو د فعالیتونو په مخنیوي کې ناکام دی.
نور د امنیت د ټینګښت په اړه د امنیتي بنسټونو کارکړنو ته په نغوتې سره وویل:«په کال کې له څلورو مېلیارد ډالرو ډېر ستاسو لپاره مصرفېږي، امنیت چېرته دی، کشف او د دښمن شنډول چېرته دي، څرګنده ده چې زموږ ځوانان له مرګ سره مخامخ کوي او د هغوی حق غلا کوي، مدیریت نهلري، رهبریت نهلري، پلان نهلري، جرأت نهلري، غیرت او د وطن دوستۍ احساس نهلري.»
له بلخوا احمدولي مسعود چې له دوو ورځو راهیسې په کندهار کې دی ټول ددغو ناخوالو په وړاندې وحدت ته رابولي.
مسعود زیاته کړه:«هم له سیاسي پلوه او هم له مشروعیتي پلوه دمګړۍ افغانستان په یوې قانوني تشه کې دی او دا حالت عادي نه دی بلکې خراب حالت دی.»
د کندهار د ولایتي شورا غړی سیدجان خاکریزوال هم وویل:«موږ د ټاکنو په خپلواک کمېسیون کې بدلون غواړو او موږ ټاکنې غواړو حکومت باید ټاکنې په خپل وخت ترسره کړي او همدارنګه په دغه کمېسیون کې بدلون رامنځته شي.»
حامد کرزی وایي امریکا غواړي په افغانستان کې دایمي ادې ولري ترڅو سیمه په سمه توګه اداره کړي، په داسې حال کې چې د هغه په وینا پاکستان غواړي افغانستان په ځان پورې تړلي دولت بدل کړي.