د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکو نن چهارشنبې (د تلې پر ۲۶ مه) وايي چې د سېشنبې پر شپه د طالبانو پر پټنځایونو د افغان امنیتي ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې ۶ طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور یې ټپيان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند نصرت جمشیدي وايي چې دغه هوايي بریدونه د امام صاحب په ولسوالۍ کې ترسره شوي چې په لړ کې یې د طالبانو ته د سر د زیان سربېره درې پټنځایونه او د وسلو یوه ذېرمه، له منځه تللې ده.
هغه په دې اړه نور جزئیات وړاندې نه کړل.
طالبانو تراوسه د دغو هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.