کندهار کې د ماین چاودنې له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ ملکي کسانو ژوند بایللی او دوه نور ټپيان شوي دي.
د والي ویاند، بهیر احمدي نن(جمعه د وږي په ۷مه نېټه) وايي چې دغو ملکي کسانو ته د سپين بولدک ولسوالۍ د "لوی کاريز" سيمه کې د دوو بېلو سرک غاړې ماین چاودنې په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ښاغلي بهیر په وینا پېښه له غرمې مخکې په داسې حال کې شوې ده چې په دوو موټرو کې ملکي کسان د لوی کاریز له سیمي د سپين بولدک ولسوالۍ مرکز ته د واده په موخه روان وو چې د سرک غاړې له ماینونو سره برابر شوي او ورته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
په همدې حال کې تر ډېره افغان امنیتي بنسټونه د سرک غاړې د ماینونو خښولو پړه پر مخالفو وسله والو وراچوي چې د افغان ځواکونو د نښه کولو په موخه یې ځای پر ځای کوي.