Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګلبدین حکمتیار:د ټاکنو په ترکیب کې بدلون د منلو وړ نه دی

ګلبدین حکمتیار وايي چې حزب اسلامي د هېواد د ټاکنیز نظام د بدلون غوښتونکی دی او وګواښ کوي چې د ټاکنیزو کمېسیونونو په ترکیب کې بدلون د منلو وړ نه دی.

ښاغلي حکمتیار نن په کابل کې د یوې غونډې په لړ کې ټینګار وکړ چې راتلونکي ټاکنې باید د همدغه کمېسیون او له اوسني ترکیب سره ترسره شي.

حکمتیار که‎څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپلواکه بولي، خو د افغانستان د سیاسي خوځښتونو د تفاهم شورا د غوښتنې په غبرګون کې چې د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو د ګوښه کولو غوښتونکي شوي داسې وویل:«ځينې په قصدي توګه په حکومت او کمېسیون کې د بدلون غوښتونکي دي چې غواړي ټاکنې وځنډوي، ځکه چې له بده مرغه له ټاکنو وېرېږي.»

په همدې حال کې ښاغلي حکمتیار د ټاکنو د ترسراوي د څرنګوالي لپاره یوه طرحه د دغه کمېسیون مدیرانو ته ورسپارله.

هغه د خپلې طرحې یوه برخه کې د رای کارونې د سیسټم بدلون بولي.

هغه په دې اړه په ډاګه کړه:«هېځ واجد شرایط افغان د رایې له ورکونې باید بې برخې نه‎شي، نه بې‎ځایه شوي او نه هم کډوال، د رایې حوزې باید د پارلمان د څوکیو په اندازه وي، د رای ورکونې د واجد شرایط نوملړ باید د ټولو مهمو سیاسي ګوندونو له نظره تېر شي او د هغوی هوکړه واخیستله شي، یوازې د دغه نوملړ په سمون کې رایه وکارول شي،رایه په هره حوزه کوې وشمېرل شي، د پایلو پاڼې د څارونو او د کمېسیون د چارواکو ل خوا لاسلیک او همدارنګه له نورو لارو لکه مبایل له لارې مرکز ته ولېږدول شي. لېږدول شوې پایلې د نارسمي پایلو په توګه باید په بیړه او له کوم ځنډ څخه پرته اعلان شي.»

هغه زیاتوي:«هر افغان باید د رای ورکونې پر مهال هغه نوماند ته رایه ورکړي چې هغه له ټولو غوره دی او همدارنګه په یوه هېواد شامل ګوند پورې تړلی وي»

په همدې حال کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د ګلبدین حکمتیار د طرحې په اړه دا ډول څرګندونې کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند ګلاجان عبدالبدیع صیاد څرګنده کړه:«موږ کولای شو له هغو طریقو چې په دغې طرحه کې وړاندوینه شوي او له موږ سره شریک کړل شوي، ترې ګټه واخلو، خو ځینې اړخونه لري چې د ټاکنو له قانون سره اړیکه نه‎لري، لکه چې د افغانستان خلک او ننني قانون پوهان خپل اعتراضونه لري چې د ټاکنو په اوسني قانون کې نیمګړتیاوې شته چې هغه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولیت نه دی او هغه د افغانستان اسلامي دولت ته متوجه کېږي.»

د ټاکنو خپلواک کمېیسیون د راتلونکي کال د چنګاښ میاشتې په ۱۶ مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ورځ اعلان کړې خو پر ټاکنو څارونکي ادارې باور لري اوس چې ټاکنو ته څه کم ۸ میاشتې پاتې دي د ټاکنو په کمېسیون کې اساسي سمون نه دی راغلی او نه هم د ټاکنو د ترسراوي لپاره تابیاوې نیول شوي دي.

شریک یي کړئ