یارم محمد توخي چې اوسمهال یې له طلوعنیوز سره د تصویر اخیستونکي دنده ترسره کوله، نن( دوشنبې د غويي ۱۰مه) سهار کابو ۸ بجې دفتر ته راغی،خو په شش درک سیمه کې د ځانمرګي برید سره سم وخوځید چې د پېښې انځورونه واخلي او خبري پوښښ ورکړي.
یار محمد توخي د انځور اخیستو لپاره خپله کمره برابروله چې دوهم ځانمرګي بریدګر ځانته چاودنه ورکړه او په دې چاودنه کې یې ژوند له لاسه ورکړ او نن مازدیګر د تل لپاره یې سترګې پټې کړې.
له دې پېښې سره سم نوموړي همکاران او د طلوع نیوز مشرتابه و وزیر اکبر خان روغتون ته ولاړ چې له مړي سره یې مخ شول، دا هم بل ټپ وو چې د طلوع نیوز رسنیز کورنۍ پر زړه ولګید.
یار محمد توخي کابو ۱۲ کاله کېدل چې له موبي ګروپ سره دنده ترسره کول.
نوموړي ۵۴ کاله عمر درلود، کوژده یې کړې وه او راتلونکي لنډ وخت کې یې واده وه.
ده د خپلې بوډۍ مور او یوې خور سره چې د سرطان بر ناروغۍ اخته ده په یوه کرایې کور کې اوسېدو. مو یې هم ناروغه ده او درده د ژړا توان نلري.
د یار محمد تنخوا ډېره برخه دخور او مور درملنې باندې لګېده، او په دې وروستیو کې یې خپل بایسکل خرڅ کړی وه تر څو خپله مور ډاکتر ته بوځي.
مور او خور یې دواده لپاره یارمحمد ته کوټه جوړه کړې وه او یو شمېر چمتووالی یې هم نیولی وه، ځکه چې د همدې میاشتې په وروستیو کې یې ناوې ورته راوړه او واده مراسم یې ورته ترسره کول.
یار محمد له خپلې کوژدنې سره څو ورځې مخکې د واده سالون ته تللي وو، تر څو لا هم نوي ژوند ته ځان نیږدې کړي، خو دا هیله یې پوره نشوه.