Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د «تورې چهارشنبې»د قربانیانو لومړی تلین

دقیقاً یو کال مخکې،د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د جنورۍ په ۲۰ مه(د ۱۳۹۴ کال د مرغومې په ۳۰ مه)د طلوع ټلوېزیون اوه تنه کارکوونکي،د کابل ښار په دارالامان کې د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې مړه او ۲۵ تنه نور ټپيان شول.

په دغه بې مخینه برید کې حسین خاکسار، محمد علي محمدي، جواد حسیني، حسین امیري، مهري عزیزي، زینب میرزايي او مریم ابراهیمي ووژل شول، خو مخالفان ونه‎توانېدل چې په هېواد کې د رسنیو د فعالیت مخه ونیسي.

د نی،د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې لیدلوری

په افغانستان کې د بیان له ازادۍ څخه دفاع او د ازادو رسنیو د فعالیت دوام،په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې یو له سترو لاسته راوړنو څخه شمېرل کېږي.

د نی رییس مجیب خلوت ګر وايي:«د افغانستان رسنۍ توانېدلي چې دغه کال په بریالي توب سره تېر کړي او وې ښوده،کله چې د بشري حقونو یو ارزښت وروستۍ شي،نه یوازې طالبان،بلکې هېڅ ترهګر نه‎شي کولای چې دغه ارزښت د خلکو له ذهن څخه لیرې کړي.»

۲۰۱۶ زیږدیز کال په تېره یوه نیمه لسیزه کې په هېواد کې د رسنیو لپاره تر ټولو خونړی کال وو.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې رییس نجیب شریفي وايي:«په دغه کال کې مو د خبریالانو د مړنۍ ۱۳ پېښې لرلې چې موږ په هېڅ بل کال کې د خبریالانو د دومره وژنې شاهد نه وو او طالبانو لږ تر لږه د ۱۰ وژنو مسؤولیت منلی دی.»

خبریالان ټینګار کوي چې د وسله والو مخالفانو ګواښ، او د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو لپاره د هغوی هڅې نه‎شي کولای د اطلاع رسونې د کار مخه ډب کړي.

خبریاله مینه مستعد وايي:«ناامنۍ د خبریالانو په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو په وړاندې یوه جدي ننګونه ده،خو دغه ننګونې‎ نه‎شي کولای زموږ فعالیتونه محدود کړي.»

د خبریالانو د دفاع ټولنو مسؤولان وايي چې له یو نیم کال څخه په کمه موده کې، د رسنیو کابو ۳۰۰ تر ۵۰۰  تنه کارکوونکو هېواد خوشې کړی دی، او ډېری دغو کسانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه ورکړې ده.

شریک یي کړئ