د ملګرو ملتونو د بشرپالهمرستو د همغږی دفتر نن( دوشنبې( د کب۳۰مه) اعلان وکړ چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې په افغانستان کې له کاب ۳،۶ میلیونو افغانانو ته بېړنۍ بشرپاله مرستې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشرپالهمرستو د همغږی رئیس، دامینیک پارکر په دې اړه وايي چې تېر کال کې یې یاد شمېر افغانانو ته چې د ټولو وګړو ۱۱ سلنه جوړوي، بشرپاله مرستې برابرې کړې دي.
له یاد دفتر څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي دی چې مرستو ته اړمن ډېر کسان د جګړو له امله بېځای شوي دي.
سږکال د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو بنسټ انګېرنه ښیې چې ۹،۳ میلیونه افغانان به مرستو ته اړیتا ولري او له ډلې یې ۵،۶ میلیونو کسانو غوښتنو ته به د افغانستان بشرپاله ځواب ویلو طرحې له مخې مرسته وشي.
ښاغلي پارکر وویل:«۲۰۱۷ کال به د افغانستان لپاره بل له کړکېچ ډک کال وي او موږ بشرپاله ټولنې به خپلې هڅې زیاتې کړو. داسې ښکاري چې د جګړو له امله د کورنیو بېځایه شویو شمېر زیات شي، له پاکستان څخه به ډېر کسان راشي، د انسان د روغتیا، خوړو او ژوند لپاره باید ډېرې هڅې وشي. سږ کال موږ ۵۵۰ میلیونو ډالرو مرستو غوښتنه وکړه او په تمه یوو چې دا مرستې ترسره شي.»