یو شمېر سرچینو نن یکشنبې (د تلې ۱۸مه) طلوعنیوز ته ویلي چې طالبانو سهار وختي دملي اردو یوه چورلکه د پلخمري ښار ته څېرمه نسکوره کړې ده.
سرچېنه وايي، چورلکه هغهمهال د طالبانو تر برید لاندې راغله چې په سیمه کې د طالبانو په کلابندۍ کې د امنیتي ځواکونو یوې پوستې مهمات وروړل.
که څه هم د دې پېښې مرګ ژوبله نه ده روښانه، خو ویل کېږي چې په چورلکه کې واړه څلور سورلۍ وژل شوي دي.
له بلې خوا طالبانو د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په جرخشک سیمه کې د افغان ځواکونو یوه پوسته نیولې ده.
سرچینې وايي چې په دې برید کې یو سرتېری وژل شوی، دوه طالبانو نیولي او درې نور تريتم دي.
په بغلان ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ تېره شپه تر ناوخته نښتې روانې وې.
په دې اړه مو اندونه