سویلي ولایت پکتیکا په مرکز ښرنه کې د چاودنو د یوه کس ژوند واخیست او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.
د یاد ولایت سیمهييز چارواکي د پېښې څرنګوالي په اړه وايي چې لومړی لاسي بم او ورپسې ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکې وچول، او یاده مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.
د پیښې د ټپيانو له ډلې د څلورو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی او د درملنې په موخه کابل ته رالېږدول شوي دي.
د پېښې مسوؤلیت په اړه تر اوسه کومې ډلې څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه