Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عالمي بلخي:د بې ځایه شویو لپاره څه باندې ۲ مېلیارده افغانیو ته اړتیا ده

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر څرګنده کړه چې په هېواد کې بې ځایه شویو ته د رسېدنې لپاره دوه مېلیارده افغانیو ته اړتیا ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي نن د(لړم په ۵)په یوې خبري ناسته کې وویل چې په هېواد کې د لسګونه زره بې ځایه شویو کورنیو له ډلې، څه باندې ۲۳ زره او ۷۰۰ کورنۍ بېرته بېلابېلو ولایتونو ته خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. او دغه پیسې به د مرستې لپاره دغو بې‎ځایه شویو ته ورسېږي.

ښاغلي بلخي وویل:«هغه اړتیايي مالي ارزونه چې شوې په هغې موده کې چې په مخ کې یې لرو،دوه مېلیارده او ۱۷۰ مېلیونه افغانۍ وړاندوینه شوي چې د جګړې له امله د بې‎ځایه شویو ستونزو ته د رسېدو لپاره ورته اړتیا ده.»

ښاغلي بلخي زیاته کړه چې حکومت زښته هڅه کوي چې د یخنۍ په موسم بې‎ځایه شویو ته رسېدونه وکړي.

په همدې حال کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت د وزیر سرپرست محمد اسلم سیاس څرګنده کړه:«ولسمشر د جګړه ځپلو ولایتونو او ټولو هغو کسانو ته چې بې‎ځایه شوي دي ۱۴ ولایتونو ته یو ډېر شمېر نغدې پیسې په پام کې نیولي دي او حکم کړی او ډېرو دغو ولایتونو ته دغه پیسې لېږدول شوي دي.»

له دې سره سره د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي دغه وزارت کابو۷۰ موټر په دې ولایت کې خپلو کورونو ته د کندز د بې ځایه شویو د لېږد لپاره بیلې کړې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند د مالي او اداري مرستیاله فوزیه احساني وویل:«موږ دولتي مسافرو د وړنې څانګه لرو.هغه ټول باید له خصوصي سکټور له خوا باید تنظیم شي.»

د شمېرو له مخې په هېواد کې څه د پاسه یو مېلیون تنه د بېلابېلو پېښو په تېره بیا جګړو له امله له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د دې ترڅنګ له ایران او پاکستان څخه د کابو ۵۰۰ زره کډوالو راستنېدو د افغان حکومت او نړیوالو ادارو لپاره کارونه سخت کړي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر څرګنده کړه چې په هېواد کې بې ځایه شویو ته د رسېدنې لپاره دوه مېل

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه