د پروان ولایت ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوې چاودنې په پایله کې ۷ ولسي وګړي وژل شوي دي.
د پروان د سیدخېلو ولسوال احمد لمر عثمانيار د دغې پېښې له پخلي سره وايي چې دغه مُلکي کسان نن غرمه(سېشنبه د لړم ۱۱) هغه مهال له دغه ماین سره مخامخ شول چې کاپیسا ولایت کې یوه واده ته د تلو په حال کې وو.
هغه زیاته کړه چې د دغو مسافرو د لېږد موټر د سید خېلو په ولسوالۍ کې د ملاشیر جان په سیمه کې د واټ تهڅېرمه پر یوه ځای پر ځای شوي ماین برابر شو.
په دې اړه مو اندونه