کندهار کې سرچینو نن (جمعه د چنګاښ په ۲۵) ددې پخلی وکړ، چې د رویټرز خبریال او عکاس دانش صدیقي په سپین بولدک کې د نښتې پر مهال وژل شوی دی.
دغه هندي خبریال تېرو څو ورځو کې د کندهار د امنیتي وضعیت په هکله رپوټونه جوړول.
صدیقي د هند د ممبي وو.
هغه د رویټرز د عکاسانو د ډلې د غړي په توګه، یوه جایزه هم ګټلې وه.
دانش صدیقي، د هند په “جامعه ملي اسلامي” پوهنتون کې د اقتصاد برخه کې لوړې زده کړې کړې وې.
دغه راز یې د عامه اړیکو په برخه کې هم لوړې زده کړې کړې وې.
دانش د ټلوېزیون خبریال په توګه خپل کار پیل کړی وو او په ۲۰۱۰ کې یې له رویټرز سره افتخاري کار پیل کړی وو، چې وروسته بیا د دې خبري اژانس رسمي خبریال شو.
صدیقي داسې مهال په سپین بولدک کې د نښتې په جریان ووژل شو، چې طالبانو روانه اوونۍ کې پر دغې ولسوالۍ ولکه ټینګه کړې.
د تېرو څو ورځو راهیسې د کندهار ښار د ځینو سیمو په ګډون، سپین بولدک او ځینو نورو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته ده.
په دې اړه مو اندونه