د خبریالانو نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د رسنیو ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښمن دی او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې په افغانستان کې له رسنیو سره مرسته وکړي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون په یوې خبرپاڼه کې لیکلي: «د خبریالانو نړیوال فدراسیون، په افغانستان کې د رسنیو د بندیدو پر دوام اندېښمن دی او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د رسنیو فعاله پاتې کېدو لپاره خپلې مرستې ډېرې کړي.»
ورته مهال د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه وايي، په تېر څه باندې یوه کال کې نږدې ۲۲۰ تصویري، چاپي او غږیزو رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي.
د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې مرستیال فرهاد بهروز وايي: «نږدې ۲۱۸ رسنیو نشرات بند کړي او که چېرې نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول په نړیواله کچه د بیان ازادۍ بنسټونه اقتصادي ستونزو ته پام ونه کړي، نو موږ به په افغانستان کې د ډېرو رسنیو د دروازو تړل کېدو شاهدان اووسېږو.»
بلخوا خبریالان زیاتوي چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
خبریاله زهرا قاسمیار وايي: «له کله نه چې نوي تحولات راغلل تقریبآ یو کال او څو میاشتې کېږي، چې زه په کور ناسته یم.ما چې مخکې دنده ترسره کوله اوسمهال وظیفه نشته او په کور ناسته یم.»
خبریال بریالی افغان مل وايي: «د دغو تحولاتو په تېرېدو سره دغه رسنۍ وتړل شوه، چې په دغې رسنۍ کې زما په ګډون ۱۲ یا هم لسو کارمندانو کار کاوو چې ټول اوس په کور ناست دي.»
له دې سره سم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین رسنیزو سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون رامنځته کېدل د رسنیو ستونزو حل لپاره ګټور بولي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي وايي: «د رسنیو د تخطیو ارزونې کمېسیون هڅه او کوشش يې دا دی چې هغه ستونزې او مشکلات چې رسنۍ يې لري هغو ته رسېده ګي وکولای سي.»
یو شمېر خبریالان وايي، افغانستان کې د خبر جوړونې او امنیتي پېښو ته د خبري پوښښ ورکولو پرمهال له محدودیتونو سره مخ دي او له اسلامي امارت غواړي، چې ستونزې يې حل کړي.
په دې اړه مو اندونه