Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۲۰ پېښو ثبتېدل

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی ویلي چې د روان کال له پېله تراوسه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، نیولو، بد چلنۍ او وژنې څه باندې ۱۲۰ دوسیې ثبت شوې دي.

د نی مسوول ظریف کریمي زیاتوي دغه شمېرې د کارکوونکو حجم ته په کتو په وروستیو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو ښودنه کوي.

ښاغلی کریمي د طلوع‌نیوز خبریال ته وویل:«په ۲۰۲۳ کال کې موږ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، امنیتي پېښو او غیراصولي کړنو څه باندې ۱۲۰ دوسیې ثبت کړي چې له دې منځه کابو ۸۰ پېښې موږ د نیونو، وهل ټکولو، سپکاوي او غیراصولي پېښو لرو.» 

له دې سره هم‌مهاله، د خبریالانو نړۍوال فډراسیون د یوه راپور په خپرولو سره، د رسنیو د حقونو د نقض، د خبریالانو او رسنیز کارکوونکو د نیولو او پرې د محدودیتونو د لګول کېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده او د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ غوښتنه یې کړې ده.

دغه بنسټ د رسنیو د سرغړونو د څېړونکي کمېسیون له لوري د خبریالانو د دوسیو پر نه‌څېړل کېدو نیوکه کړې ده.

خبریال شاه اغا سادات طلوع‌نیوز ته وايي:«د اطلاعاتو او کلتور وزارته زموږ غوښتنه دا ده چې د رسنیو قانون باید ژر تر ژره توشیح کړي ترڅو هغه دوسیې چې د خبریالانو پر وړاندې شتون لري، ژر تر ژره حل کړي.»

بل خبریال افشار هم څرګندوي:«هیله لرم چې له دې وروسته هم دوی هغه دوسیې چې د خبریالانو اړوند دي په جدي او بې پرې توګه وڅېړي.»

خو د اطلاعاتو او کلتور وزار وایي، چې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ټولې دوسیې پر وخت څېړل شوي او په افغانستان کې د رسنیو فعالیت د پخوا پرتله ښه شوی دی.

 د دغه وزارت د معینیت سرپرست ټینګار کوي، چې یو شمېر هغه خبریالان چې په هېواد کې نیول کېږي، د دغه وزارت قوانین نقضوي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معینیت سرپرست حقمل ضیا وايي:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دې برخه کې ځان مسوول او مکلف ګڼي چې له استخباراتو او همدا ډول له هغو بنسټونو سره چې د رسنیو په برخه کې کار کوي، موږ له هغو سره تل په اړیکه کې یو، دا چې یوه ستونزه رامنځته کېږي، هغې ته تل رسېدنه وشي او همدا ډول هغه موضوعګانې چې د رسنیو اړوندې وي یا سرغړونه وي، د اطلاعاتو او کلتور له لوري تعقیبېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په د اسلامي امارت په څه باندې دوه کلنۍ واکمنۍ کې په هېواد کې ځينو خبریالانو تل اطلاعاتو ته له نه لاسرسي او ورسره د امنیتي ځواکونو له خوا له ناوړه چلنده شکایت کړی دی.
 
له دې سره هم‌مهاله، د خبریالانو نړۍوال فډراسیون د یوه راپور په خپرولو سره، د رسنیو د حقونو د نقض، د خبریالانو او رسنیز کارکوونکو د نیولو او پرې د محدودیتونو د لګول کېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه