Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۱۴۰۰مالي کال د بودیجې درېیمه مسوده سبا ولسي جرګې ته وړاندې کېږي

د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې پر درېیمې مسودې د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون او حکومت له دوه اوونیزو سلامشورو او چنې وهلو وروسته بالاخره ټاکل شوې چې دغه مسوده سبا د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړل شي.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون رییس میر افغان صافی وايي چې تراوسه  ملي روغې جوړې عالي شورا ته د بودیجې د ځانګړي کېدو او د تنقیص شویو پروژوې پر سر د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ اختلافونه شتون لري.
        
د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون رییس میرافغان صافی په دې هکله وویل:«ځينې وکیل صاحبان وايي چې د ملي روغې جوړې عالي شورا دې د چارو ادارې تر چتر لاندې یوړلی شي او د هغه پیسې دې کمې کړل شي او وايي چې پیسې دې یې پاتې شي. زما په خپله نظر دا دی چې د ملي روغې جوړې عالي شورا یوه اضافه اداره ده.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا بودجه، د پراختیایي پروژو تنقیص او د تېلو او ګازو د تنظیم ادارې بودیجه د ولسي جرګې د مالي او بودیچې کمېسیون د یکشنبې ورځې درې اختلافي مسالې وې چې په پای کې د تېلو او ګازو د تنظیم ادارې ۱۵ مېلیونه افغانۍ لېرې شوې او د دې غونډې تر پایه د نورو موادرونو پر سر هېڅ هوکړه ونه شوه.
 
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون وایي چې حکومت په تېر مالي کال کې د پراختیايي پروژو په تنقیص سره د هغو بودیجه د ملي دسترخوان پروګرام ته ځانګړې کړه؛ له همدې امله ولسي جرګه غواړي چې د پروژو د تنقیض په برخه کې د ملي شورا تاییدي حتمي کړي.
 
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون منشی عظیم کبرزاني وايي:«د بودیجې د اجرا کېدو د اصول نامې ۳۴ ماده ده چې د د غیراختیاري بودیجې په زیاتوالي کې د مالیې وزارت واک لري موږ د تنقیص په برخه کې وایو چې باید پارلماني تایید ترلاسه کړو.»

له دې ټولو سره د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون منی چې پاتې اختلافوي موارد په دې کچه نه دي چې د بودیجې د تصویب مخه ونیسي.
          
د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون غړی بکتاش ایشچي وايي:«سبا ته باید بودیجه د رای ګیرۍ لپاره عمومي غونډې ته ولاړه شي او فضا دا ډول وینو هغه څه چې اړتیا وه، ترلاسه شوي او بودیجه به په پیاوړي باور سبا ته تایید شي.»

د مالیې وزارت د ملي روغې جوړې عالي شورا په تړاو وایي چې د دې شورا د تکشیل مکتوب تر دې وړاندې د بودیجه لرونکې ادارې په توګه ولسي جرګې ته لېږل شوی دی او ولسي جرګه د دغې بودجه لرونکي ادارې جوړېدل د هغې د بودجه له سند سره همهاله تصویبولای شي.
 
شریک یي کړئ