د عامې روغتیا وزرات وایي، چې هېواد کې د کورونا ویروس درېیمه څپه لا هم په چټکۍ ده او راتلونکو اوونیو کې به د افغانستان وضعیت ستونزمن وي.
په همدې حال کې د روغتیا وزارت وایي، چین نن له افغانستان سره د کورونا ضد ۷ سوه زره ډوزه واکسینو مرسته وکړه.
روغتیا وزارت وایي، د چین د دې مرسته شویو واکسینو تطبیق به راتلونکو څو ورځو کې پیل شي.
د روغتیا وزارت ویاند غلامدستګیر نظري ویلي:«د شنبې ورځې راهیسې د واکسینو تطبیق پیلېږي. دا واکسین به هغو کسانو ته وشي، چې عمر یې له پنځوسو کالو پورته وي او یا هم سختې ناروغۍ ولري.»
ډاکټران وایي، د کووېډ-۱۹ ناروغانو شمېر زیات شوی، چې ورته رسېدل سخت شوي.
فرخنده جلالزۍ په افغان جاپان روغتون کې روغتیاپاله ده، هغې ویلي:«ان کله چې کور ته ځم، ناروغان مې سترګو ته درېږي. راسره وایم، که دوی زما د کورنۍ غړي وای، نو څومره به سخته وه.»
په ورته وخت کې د روغتیا نړۍوال سازمان په افغانستان کې، په کورونا د اخته کسانو د شمېر پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې.
ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا د نړۍوال سازمان د پروګرامونو مدیرې رعنا حجه ویلي:«نهو هېوادونو کې د تېرې اوونۍ پرتله د کورونا ډېرې پېښې ثبت شوې دي. په دغو هېوادونو کې سومالیا، افغانستان او سوډان شامل دي، چې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر پهکې زیات شوی دی.»
افغانستان کې د کورونا د درېیمې څپې کابو کولو لپاره، روغتیا وزارت اعلان کړی، چې له راروانې شنبې ورځې به رسټورانټونه، د لامبووهنې ډنډونه او ورزشي کلبونه وتړل شي.
تر دې وړاندې ځینو ولایتونو کې، تعلیمي مرکزونه، ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.