د هلمند یو شمېر اوسېدونکي چې د تېرو جګړو او بمباریو له امله یې خپل ټول شته له لاسه ورکړي، د مرستو غوښتنه کوي.
دوی وايي، د کورنو د جوړولو مالي توانايي نهلري.
د سنګین ولسوالۍ اوسېدونکې فاطمه وايي: «بمبارد وشو او زموږ ۱۲ کسان شهیدان شول او له ۱۲ کسانو یوازې زه پاتې شوم، یوازې یو کاکا مې و، هغه هم شهید شو، دا مې د کاکا ښځه ده چې زه ورسره ژوند کوم او زه یې د لېوره لور یم.»
د چاه انجیر د سیمې اوسېدونکی عبدالشکور وايي: «په بمبارد کې دا کورونه نړېدلي و، موږ دا دېوالونه بېرته جوړ کړل او تر دې ځایه مو ورسول چې کورونه جوړ کړو.»
د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالرشید وايي: «دلته زموږ ټول کورونه نړېدلي دي.»
ورته مهال بیا د هلمند ولایت سیمهییز مسوولان وايي، هڅي یې پیل کړې، څو د هلمند په جګړه ځپلو سیموکې د مرستندویه بنسټونو په مالي همکارۍ ویجاړ کورونه ورغوي.
د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وايي: «په ځینو سیمو کې سروې پیل شوې او انشاء الله له سروې وروسته د خیریه بنسټونو له لوري مرسته کېږي.»
نه یوازې هلمند، بلکې د تېرو جګړو پر مهال د هېواد په ګوټ-ګوټ کې ګڼو ملکي خلکو ته پر ځاني زیانونو سربېره ګڼ مالي زیانونه هم واوښتل.
په دې اړه مو اندونه