د هلمند پوهنې ریاست د ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینه کې بریالي شویو کسانو ته د ستایني پرګرام جوړ کړی دی.
په هلمند کې زدهکوونکي له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې دوی ته د معیاري زدهکړو زمینه برابره کړي.
د کانکور ازموینې بریالی ګډونوال میر احمد وايي: «موږ د مکتب دوره په ډېر ګونګ حالت کې ویلې ده، له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو، خو اوس له لوړو زدهکړو وزارت څخه دا هیله کوو چې د پوهنتون زدهکړې موږ ته په ښه بهیر سره مخته یوسي.»
د کانکور ازموینې یو بل بریالی کډونوال نور الله وايي: «له لوړو زدهکړو وزات څخه مو هیله ده چې د راتلونکي پوهنتون دوره مو په لوړ معیار سره موږ ته وړاندې شي.»
په همدې حال یو شمېر ښځینه زده کړیالاني اندیښنه لري او وايي، که اسلامي امارت تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښونځي خلاص نه کړي، ښځینه به له لوړو زده کړو محرومي پاتې شي.
زدهکړیاله بيبي صحرا زیاتوي: «که چېرې موږ د دولسم ټولګي شاګردان و نهلرو، داسې هېڅ امکان نهلري چې موږ پوهنتون لپاره محصلین پیدا کړو؛ نو پههمدې خاطر کله چې له دولسم ټولګي څخه فاغین نهوي پوهنتون ته به محصلین به کومې خوا څخه راشي؟»
یوه بله زدهکړیاله پلوشه وايي: «له اسلامي امارت څخه مې یوازېنۍ غوښتنه همدا ده چې هغوی خویندو ته اجازه ورکړي، له شپږم ټولګي څخه وروسته ښوونځي پرانیزي، تر څو خویندې وکولای شي، خپلې زدهکړې وکړي.»
ورته مهال بیا د هلمند ځایې مسوولین وايي، که مرکزي حکومت ورته اجازه ورکړي دوي به د نجونو پر مخ ښونځي پرانیزي.
د هلمند پوهني رییس محمد عوض انصاري وايي: «د مشرتابه حکم شوی دی چې له شپږم څخه پورته صنفونه معطل دي، کله چې زموږ اسلامي امارت حکم او طرزالعمل راولېږي او په هر وخت کې د هغوی فرمان راشي، موږ یې په سل فیصدو کې اطاعت کوو او دا بهیر به روانوو.»
په هلمند کې د لوړو زدهکړو وزارت استازی سمیع الله سعید زیاتوي: «د لوړو زدهکړو وزرات په ټوله کې دا هڅه کوي چې د محصلینو لپاره د درسونو ښه زمینه برابره کړي. ښه مثال یې دا وړاندې کولی شو چې سږ کال د پخوا پرتله د کانکور د امتحان او د درسونو د پیل تر منځ هغه فاصله ډېره کمه ده.»
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت بیا واک ته رسېدو شاوخوا ۱۵ میاشتې تېریږي، خو لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې تړلې پاتې دي.
په دې اړه مو اندونه