Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هرات کې د یوه معیاري مسلخ پرانیستل

د لومړي ځل لپاره د هرات په مسلخ کې د څارویو د حلالولو معیاري بهیر پیل شوی دی.

د هرات د سیمه‌ییزو مسوولینو په وینا، دا مسلخ په نړیوالو معیارونو برابر جوړ شوی او په صحي ډول څاروي پکې حلالېږي.

د څارویو د دې مسلخ له فعالېدو سره سم، څه باندې ۱۶۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د هرات مسلخ مسوول نصرت الله یوسفزی وايي: «د روغتیا له اړخه یې سل په سله بدلون کړی دی. د بیې له مخې هم د هرات اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو چې موږ خپلو څانګو ته غوښته په ۴۵۰ افغانۍ ورکوو، مخکې یې کیلو په ۵۰۰ افغانۍ وه.»

د هرات د سیمه‌ییزو مسولانو په وینا، دغه مسلخ د ورځې درې زره څارویو د حلالولو وړتیا لري خو اوس مهال، څه باندې دوه سوه څاروي په کې حلالېږي.

د روغتیاپالانو په باور، په دغه ځاې کې د ناروغه څارویو د حلالیدو مخنیوی او د څارویو غوښه هم د څېړلو وروسته بازار ته وړاندې کیږي.

د څارویو روغتیاپال وحید سلطاني وايي: «که څاروي ناروغ وي، بېرته استول کېږي او له حلالولو یې ډډه کېږي.»

د هرات اوسیدونکو هر ځلي د څارویو د حلالولو پرمهال روغتیایي ټکو ته په نه پاملرنې نیوکه کړې ده، خو اوس د دغه ولایت اوسیدونکي د یاد مسلخ له فعالیدو هرکلی کوي.

د هرات اوسېدونکی حسیب مصدق وايي: «له دولته د دا غوښتنه لرو چې یې ثابته پاتې شي، څو ټول خلک ترې ګټه پورته کړي، نه یوازې هغه خلک چې مالي کچه یې لوړه ده.»

د هرات اوسېدونکی عابد احمد قیومي وايي: «په افغانستان کې ځینې خلک له اقتصادي پلوه ښه وضعیت لري، خو ځینې یې نه‌لري. په همدې خاطر یې باید بیه ثابته وي، څو هم بې‌وزله او هم بډایه یې له محصولاتو ګټه واخلي.»

د هرات سیمه‌ییز مسوولین وایي، دغه مسلخ د څارویو د حلالولو او د غوښې د پلورلو بهیر معیاري کړی او له فعالیته یې ملاتړ کوي.

د هرات د والي ویاند حمیدالله متوکل وايي: «ځینو خلکو په‌دې اړه نیوکې کړي. طبعاً کوم کار چې د قانون له مخې کېږي، هغه معیاري وي. ځینې خلک به ترې زیانمن کېږي.»

په هرات کې د څارویو مسلخ درې کاله مخکې د آسیا پراختیایي بانک له لوري د شپږ میلیون ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی، خو په دغه مسلخ کې د څارویو د حلالولو بهیر تیره اونۍ پیل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه