د تخار مرکز تالقان ښار یو شمېر اوسېدونکي د وسلهوالو غلو له زیاتېدو اندېښمن دي او وایي، بېوزلي او بېروزګاري د وسلهوالو غلو د زیاتوالي اصلي لاملونه دي.
د دوی په وینا، په وروستیو کې پهدې ولایت کې د غلو له لوري یو تن وژل شوی، دوه تنه ټپیان شوي او د یادو کسانو د کور ټول شته یې له ځانه سره وړي دي.
د تالقان اوسیدونکی بای نظر وايي: «نن وږي شوي او غلا ته راوتلي، باید ملت د هغوی په نیول کې له دولت سره مرسته وکړي.»
د تالقان اوسیدونکی نادر وايي: «غلاوې او شوکې له حد ډېرې شوي. له حوزې مو غوښتنه ده چې د دوی مخه ونیسي.»
د تالقان اوسیدونکی محراب زیاتوي: «وسلهوالې غلاوې پیل شوي. له امنیې قومندان مو غوښتنه ده چې د خلکو امنیت ټینګ کړي.»
په همدې حال کې د تخار د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، امنیتي ځواکونو په دوو جلا عملیاتو کې څلور تنه له یوه کور څخه د غلا پرمهال نیولي دي.
د تخار امنیې قومندانۍ ویاند عبدالمبین ساپی وايي: «امنیتي کسانو دواړه غله نیولي او د دوی له لارې مو دوه نور کسان چې ټول څلور کېږي، ونیول. موږ انشاء الله خلکو ته ډاډ ورکوو. هغوی دې په ارامۍ او راحتۍ سره خپل ژوند وکړي.»
د تخار اوسېدونکي وایي، د تالقان ښار په چوبر سیمه کې د وسلهوالو غلو له لوري د یوه کس د وژل کیدو له امله سخت اندیښمن دي او د تخار له نورو اوسیدونکو غواړي چې د غلو او تښتوونکو د افشا کولو په برخه کې له سیمه ییزو مسوولینو او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
په دې اړه مو اندونه