Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې کارګرو ماشومانو ته د ژمنیو جامو وېش

د بغلان ځايي ادارې له ځينو مرستندویه بنسټونو سره په همکارۍ، کارګرو ماشومانو ته یې د ژمنیو جامو وېش پیل کړي دي.

هغه ماشومان چې د خپلو کورنیو د لګښتونو مسوولیت لري، له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړوي چې له کورنیو سره یې مرستې وشي.

پر درنو کارونو بوخته ماشومه عادله وايي:«یوه میاشت کېږي چې پلار مې بې کاره دی او زه اړه یم چې په دغې سړه هوا کې کار وکړم.»

پر درنو کارونو بوخته بله ماشومه بنفشه هم څرګندوي:«تر یوې میاشتې مخکې ښه و، پلار مې د چوک سر ته، ته او ورته د ګل کارۍ کار پیدا کېده؛ خو یو څه وخت کېږي چې زه کار کوم.»

پر درنو کارونو بوخت ماشوم مصطفی هم زیاتوي:«په کور کې اوه کسه دي او بل عاید نه لرو، زه بیرون کار کوم چې له کورنۍ سره مرسته وکړم.»

د بغلان سیمه ییز مسوولین وایي، د یو شمېر مرستندیه بنسټونو په مالي مرسته یې دغه ولایت کې پر ۳۰۰ کارګرو ماشومانو ژمنۍ جامې وېشلې دي.

د بغلان د کار او ټولنیزو چارو رییس نصرت الله پارسا وویل:«د دغو ماشومانو ته چې په درنو کارونو بوخت دي او بې وزله دي ژمنۍ جامې مو پرې ووېشلې.»

په بغلان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق سید کبیر سادات وايي:«د دوی لپاره مو تودې ژمنۍ جامې ووېشلې که چېرې په سړې هوا کې کار وکړي، زیان ونه ویني.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق د شمېرو له مخې، دا مهال بغلان ولایت کې نږدې ۱۵۰۰۰ ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه