Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چارواکي: په بغلان کې به ۳۰ زره کسان مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي

د بغلان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان په‌دې ولایت کې د شپږو ویجاړو شویو مخابراتي سایټونو د بېارغونې بهېر د پیل خبر ورکوي.

د دوی په وینا، د دغو سایټونو له فعالېدو سره به لږ تر لږه دېرش زره تنه د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.

د دوی په وینا، اوس‌مهال له شپږو مخابراتي سایټونو یوازې دوه سایټه فعاله دي، خو ډېر ژر به د مرکزي بغلان او برکه ولسوالیو کې څه باندې شپږ زره کورنۍ د مخابراتي خدماتو تر پوښښ لاندې راشي.

د بغلان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس عبدالحنان زیاتوي: «اسلامي امارت ان‌شاء الله په پلان کې لري، مخابراتو ریاست او وزارت چې کوم سایټونه کار نه‌کوي یا خراب شوي دي، دا سایټونه بېرته جوړ کړي او په فعالیت باندې شروع وکړي.»

په بغلان کې یو قومي مشر جان بازخان وايي: «فعلاً خلک له دې پایې نه ډېر راځي دي، ډېر خوشاله دي او کار هم ښه کوي او تاسو ټولو نه موږ هم خوشاله یوو چې موږ مو دلته ودرولو او پوښتنه مو وکړه، دا ډېر ښه کار دی.»

بل‌خوا د بغلان یو شمېر اوسېدونکي وایي، لا هم د دې ولایت د زیات شمېر کلیو اوسېدونکي له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې پاتې دي.

د بغلان اوسېدونکی محمد هاشم وايي: «ډېره لویه سیمه ده او ډېر خلک لري او دا خلک دې شیانو ته اړتیا لري، باید ټولو له دې مسایلو پوه واوسو.»

د بغلان یو بل اوسېدونکی عبدالحمید زیاتوي: «له دې وړاندې له ډېرو ستونزو سره مخ و، اوس چې دا فعال شوی، زموږ ستونزې حل شوي.»

ورته مهال، د بغلان مخابراتو ریاست مسوولین وایي، هڅه کوي راتلونکی کال د دې ولایت زیاتې سیمې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي.

په بغلان کې د افغان ټېلې کام ولایتي مسوول سمیع‌الله عمري وايي: «د مرکزي بغلان برکې ولسوالۍ په ناقلین کلي او زوړ بغلان په ښار کې د سایټونو فعالولو سره څه باندې شپږ زره کورنۍ له دې ګټه پورته کوي. موږ نور هم هڅه کوو چې څلور نور سایټونه فعال کړو.»

د ځایي مسوولانو په وینا، دا چې د بغلان زیاتې سیمې غرنۍ دي، له دې امله د مخابراتي شبکو د خدماتو غځول زیات مالي لګښت ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه