د کابل-جلالاباد دویم سرک د ویجاړو شویو برخو د بیا رغاونې چارې پایته ورسېدې.
د ټولګټو وزارت وايي، دغه پروژه د ۲۵ مېلیونه افغانیو په ارزښت په یو نیم کال کې پایته رسېدلې او دمګړۍ مسافر په اسانۍ سره کولای شي تګ-راتګ وکړي.
په وروستیو کلونو کې د کابل-جلالاباد د لویې لارې د دویم سړک ځینې برخې او استنادي دیوالونه ویجاړ شوي، خو اوس-اوس بیا رغول شوي دي.
د ټولګټو وزارت د ټرانسپورټ رییس عبدالولي محمد وايي: «دویم سرک په ښه کیفیت سره جوړ شو او د اصولو مطابق جوړ شو چې د کابل بخاک څلورلارې څخه شروع د جلالاباد حصارک پورې غځېدلی دی.»
د خصوصي ساختماني شرکت رییس میرو ګل وايي: «پهدې کې خلکو ته له ۳۵۰ نه تر ۴۰۰ پورې کسانو هره ورځ پهدې کې کار کړی دی او د دې تر څنګ د خلکو ماشنري کار کړی.»
د ټولګټو وزارت مسوولان وايي، له هېوادوالو غواړي چې د سړکونو ساتنې ته پام وکړي.
د ټولګټو ریاست د ساختماني امر صدیقالله رحیمي وايي: «خلک باید د دې سرک د ویجاړېدو مخه ونیسي، موټر چلوونکي بار ډېر مالونه بار نهکړي.»
له دې سره سم، د سویلي ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي بیا د لویو لارو له خرابوالي شکایت لري او وايي، د ډېریو ټرافیکي پېښو یو لامل د سړکونو خرابوالی دی.
موټر چلوونکی فریدالله وايي: «لاره ډېره خرابه ده او له همدې کبله حادثې هم ډېرې کېږي، پر سرک کار شروع دی، خو ډېر ضعیفه کار پرې شروع دی.»
د ویلو ده چې طبیعي پېښې، سېلابونه، له غرونو د تیږو ښویېدل او د لوړ ټُناژ لرونکو موټرو تګ راتګ د سړکونو د خرابېدو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.