د بلخ په شورتپه ولسوالۍ کې د امو سیند د شاوخوا او څنډو د ټینګولو پروژې چارې پيل شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال چې د امو سیند د شاوخوا غاړو د ټینګولو په موخه بلخ ولایت ته راغلی وایي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به په شورتپه ولسوالۍ کې د اوبو راوتو خطرونه له منځه لاړ شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمان عمر وايي:«په څلورو یا پنځو ولایتونو کې د امو سیند د شاوخوا څنډو د ټینګولو په خاطر خپل کار پيل وو او کار له شورتپې ولسوالۍ پيلېږي؛ ځکه دغه سیمه د نورو پرتله ډېره له ګواښ سره مخ ده.»
په همدې حال، یو شمېر کورنۍ چې کورونه یې د آمو سیند د اوبو راوتو له امله ویجاړ شوي، د حکومت د دې ګام ستاینه کوي.
د شورتپې اوسېدونکی سید محمد وايي:«د امو سیند اوبه د کال دولس میاشتې او ۲۴ ساعته موږ ګواښيي.»
د شورتپې بل اوسېدونکی عبدالله عابد هم وویل:«په دوه کیلومټرو کې دوه زره کورنۍ ژوند کاوه، کورونه یې اوبو وړي دي.»
د شورتپې اوسېدونکی جمعه مراد هم څرګنده کړه:«ځينو خلکو د اوبو له ګواښه د خوندیتوب په پار له دې ځایه ګډه کړې او بل ځای کې یې کور جوړ کړی دی.»
د مسوولینو په وینا، د آمو سیند د شاوخوا غاړو د ټینګولو چارې د دوه مېلیارد افغانیو په لګښت په بلخ کې پیل شوې او ورپسې به په جوزجان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو کې هم پیل شي.
په دې اړه مو اندونه