په کندز کې د شېرخان بندر ګمرک مسوولان وایي، د دې بندر په عوایدو کې نږدې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
مسوولان زیاتوي، په تېرو شپاړلسو میاشتو کې یې نږدې دوه میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د شیرخان بندر د ګمرک رییس مولوي اسحاق وايي: «سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کول او له همغوی سره همکاري کول او له تاجکستان سره ښې اړیکې، د عوایدو د ډېرېدو دلال دي.»
په همدې حال، د کندز د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان، د ویزو په ورکړه کې د ځنډ د سوداګریزو راکړو ورکړو پر وړاندې کلیدي ستونزه بولي.
د کندز د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست عبدالمتین یوسفزی وايي: «لکه څرنګه چې د حیرتان، اقینې یا تورخم بندرونو په څېر پاملرنه کېږي، په شېرخان بندر کې پاملرنه نه کېږي، له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې دې بندر ته پاملرنه ډېره کړي.»
سوداګر محمد اسماعیل حقیار وايي: «له اسلامي امارته غواړو چې د ویزو په برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې کړي، څو سوداګر په تاتجکستان کې د خپلو مالو پر سر وي او خپل حساب او کتاب وویني.»
د شیرخان بندر ګمرک کې د کارګرانو استازی الله ګل زیاتوي: «له اسلامي امارته غواړو چې د تخلیې او بارولو په برخه کې اسانتیاې رامنځته کړي، څو تخلیه او بارولو لږ ستر شي، انشاء الله نور کومه ستونزه نهشته.»
شېرخان بندر د هېواد په شمال کې له مهمو او کلیدي سوداګریزو بندرونو شمېرل کېږي چې افغانستان له تاجیکستان هیواد سره نښلوي.
په دې اړه مو اندونه