Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وردګو په نرخ ولسوالۍ کې ۲۰۰ زده‌کوونکو ته د وړیا زده‌کړې زمینې برابرېدل

د یو شمېر بهر مېشتو افغانانو په مالي ملاتړ د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې شاوخوا دوه سوو اړمنو زده‌کوونکو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

ورته مهال د دې ښوونیزو مرکزونو مسوولان وایي، هڅه کوي د دې ولایت په نورو سیمو کې هم د بې‌وزله ماشومانو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

امير صميم د ښوونیز مرکز مسوول وايي: «په بهر کې مېشت چې زموږ کوم هېوادوال دي، ډېره ښه زمینه یې برابره کړې ده د هغو کسانو محصلینو او شاګردانو لپاره چې اقتصاد حالت یې ډېر ضعیف دی.»

په‌دې کورس کې زیاتره داسې شاګردان دي چې د قلم او کتاب‌چې د پېرلو وس هم نه‌لري. نو د هغوی لپاره دا کورس ډېره مفید دی.»

یو شمېر زده کوونکي د خوښۍ په څرګندولو سره، غوښتنه کوي چې نجونو زده‌کوونکو ته دې هم د وړیا زده‌کړو زمینه برابره شي.

احمد ضياء زده‌کوونکی وايي: «یو شمېر بهرني زموږ ورونه دي چې موږ ته پیسې رالېږي او دلته یې موږ ته کورس برابر کړی دی او موږ په‌کې درس وایو.»

یو بل زده‌کوونکی شاهدالله وايي: «په تېرو کلونو کې زموږ ژمنۍ رخصتي ډېرې خرابې وې، ځکه چې زموږ اقتصادي ستونزې وې او درسونو ته مو لاسرسی نه درلوده.»

بل‌خوا د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسولان د ولسي خلکو دغه ګام ستایي او په خبره یې د دا ډول کورسونو د ملاتړ په موخه به خپلو همکاریو ته داوم ورکړي.

د میدان وردګو د پوهنې رییس ګل ولي متقي وايي: «ژمني کورسونه چې په‌کې خلکو ته وړیا درسونه وړاندې کېږي او یو شمېر کسان ورسره همکاري کوي، دا ډېر ښه کار دی، موږ یې ستایوو او موږ ورسره خپله همکار یوو او د دوی د همکارۍ او قرطاسیې د پیدا کولو لپاره مو د یونېسېف موسسې له کارمندانو سره خبره کړې وه.»

د یادونې ده چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له امله ډیرۍ کورنۍ نه‌شي کولای چې د ښوونځیو د ژمنیو رخصتیو پر مهال خپل ماشومان شخصي ښوونیزو مرکزونو ته واستوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه