هرات کې ځينې نجونو زدهکړیالانو د کیسې ویلو تر نامه لاندې د یوه پروګرام له پیلولو سره، هڅه کوي چې د ماشومانو تر منځ د یو بل منلو او مهربانۍ روحیه پیاوړې کړي.
د دې نجونو په خبره، د افغانستان نوی نسل باید له تاوتریخوالي او توپیري چلند پرته را لوی شي.
ښوونکې فاطمه بیات وايي:«هغه کیسې چې دوی ته ویل کېږي هغه کیسې دي چې ماشومان وکړای شي په خپل ورځني ژوند کې له هغې استفاده وکړي. مثلاً تر ډېره له یو بل سره همکار وي، یو بل ته زور ونه وايي.»
د دغو نجونو په وینا، وروسته له هغه چې پوهنتون ته له تلو محرومې شوې، له کورناستي او رواني فشارونو د خلاصون په پار، دلته ماشومانو ته کیسې وایي، څو ښه راتلونکی ولري.
زدهکړیاله وحیده دوراني څرګندوي:«د ځوانانو یوې ډلې یو بل ته سره لاسونه ورکړي او دغه پروګرام یې په رضاکاره توګه پيل کړی. چې دغو ماشومانو ته بیا هیلې ورکړو.»
بله زدهکړیاله ثمرا احراري هم وايي:«څو میاشتې کېږي چې موږ پوهنتون ته نهیوو تللي. دا وضعیت د دې لامل شو چې موږ له خپلو فعالیتونو لېرې شو. البته له هغو موخو چې په پوهنتون کې مو لرلې او زدهکړیالې وو. له هغې ورځې چې دغه بهیر پيل شوو بیا زموږ د انګېزې لامل شو چې موږ دلته له ماشومانو سره بوخت ووسو او وکړای شو له هغوی سره مرسته وکړو.»
ماشومان په اوونۍ کې یو ځل دلته د پند لرونکو کیسو د اورېدو په موخه را ټولېږي. هغه کیسې چې دوی د ملګرتیا، مهربانۍ او ښېګڼو پیغامونه رسوي.
زده کوونکې مدینه وايي:«ما زده کړل چې ظلم ونه کړم، تاوتریخوالی ونه کړم او همکاري وکړم.»
بلې زده کوونکې یسرا هم وویل:«زده مې کړل چې له خپلو ملګرو سره مرسته وکړم.»
دغه زدهکړیالانې نجونې هڅه کوي چې ماشومانو ته د مهربانۍ، له تاوتریخوالي د لرې والي او د روښانه راتلونکي او سالمې ټولنې د رامنځته کولو زدهکړې ورکړي. هغه نجونې چې خپله له زدهکړو محرومه پاتې دي او د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو ته شېبې شماري.
په دې اړه مو اندونه