په ننګرهار کې یو شمېر ځوانان وايي، په ټولنه کې د نارینهوو تر څنګ لوستو ښځو ته هم اړتیا ده او غوښتنه کوي چې اسلامي امارت دې د اسلامي او افغاني اصولو پر بنسټ نجونو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
دغو ځوانانو چې په ننګرهار کې د یوه خصوصي پوهنتون په کانکور ازموینه ګډون کړی و، له اسلامي امارته غواړي چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي.
د ازموينې ګډونوال اسدالله وايي: «د اسلامي امارت له مشرانو څخه مو دا هیله ده، لکه څنګه چې موږ ته داسې زمینې برابرېږي، همداسې خویندو ته هم د تعلیم زمینه برابره کړي.»
د ازموينې یو بل ګډونوال محمد داوود زیاتوي: «د اسلامي امارت له مشرانو او رییسالوزرا څخه مو دا غوښتنه ده چې د شریعت مطابق خویندو ته د تعلیم کولو زمینه برابره کړي.»
بلخوا د خصوصي پوهنتونونو مسوولان هم وایي که نجونو ته په پوهنتونونو کې د زدهکړو اجازه ورکړل شي، د ټول خصوصي پوهنتونونو او موسسو اقتصادي ستونزې به هوارې او له سقوط څخه به وژغورل شي.
د یو خصوصي پوهنتون رییس خير محمد مومند وايي: «د خصوصي پوهنتونونو اقتصاد ته په کتو ډېر ستونزمن کار دی، خو انشاء الله د لوړو زدهکړو وزارت ژمنه کړې ده چې ډېر ژر به د نجونو پر مخ باندې د پوهنتونونو دروازې خلاصې شي.»
د ننګرهار پوهنتون علمي مرستيال احسان الله ناصح وايي: «هیله مو دا ده چې هغه اړیکې موږ یې له خپلو مشرانو سره لرو او له هغوی نه خبرېږو، د یوه څه ترتیب او اصولو د مراعت کولو او عملي کولو نه وروسته به انشاء الله دغې برخې ته هم خامخا اجازه ورکول کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې دریو میاشتو راهیسې تر امر ثاني د نجونو پر وړاندې د پوهتنتونو دروازې وتړل شوې او له امله یې یو شمېر خصوصي پوهنتونونه له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
په دې اړه مو اندونه