په هرات ولایت کې یو شمېر نجونو او ښځو د یوه پخلنځي په جوړولو او د سیمهییزو خوړو په پلورلو سره، ځانونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
دوی دغه پخلنځی په کور کې جوړ کړی او هره ورځ خپلو پېرودونکو ته تاوده خواړه وراستوي.
د پخلنځي مسووله منیژه سادات وايي: «ښځې له کوربه د باندې له کاره منع شوې دي، ما ویل، هم په کور کې واوسو او هم یو فعالیت وکړو، د همدې لپاره مو د اوړو هوسانې جوړولو ته مخه کړه.»
ښځې او مېرمنې دا خواړه په کورونو کې تیاروي او له حکومته غواړي چې مېرمنو ته له کوره د باندې د کار کولو زمینه برابره کړي.
د پخلنځي کارکوونکې یلدا هاشمي زیاتوي: «له هغوی غواړو چې پهدې برخه کې موږ وهڅوي او ملاتړ مو وکړي او موږ ته له کوره د باندې د کار کولو اجازه راکړي.»
د دغه پخلنځي خواړه خپله د ښځینهوو له لوري پېرودونکو ته لېږل رسول کېږي. د پېرودونکو تاوده خواړه هره ورځ دلته تیارېږي.
د هرات اوسېدونکی عبدالقدوس جنیدي وايي: «موږ د ټولنیزو رسنیو له لارې له دوی سره نوي پېرېدونکي شولو، هر وخت چې ورته فرمایش ورکړو، زموږ دفتر ته یې رالېږي.»
د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځیو له تړل کېدو او په کورنیو او بهرنیو بنسټونو کې د ښځو پر کار له بنډیز له بنډیز وروسته، زرګونه مېرمنې په کور ناستې دي، خو یو شمېر نجونو او مېرمنو د عاید تر لاسه کولو په پار حرفوي زدهکړو او سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه