Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په روزګان ولایت کې د سترګو ناروغانو وړیا درملنه

په روزگان کې یوه روغتیایي ډله د یو شمېر هغو ناروغانو وړیا درملنه کوي چې د سترګو په لید کې ستونزې لري.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، د اسټرالیا په مالي ملاتړ او د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ دغه روغتیایي ډله په دوو اوونیو کې د سلګونو ناروغانو درملنه وکړي.

یو داکټر محمد یوسف وايي: «تر دې دمه موږ دلته تر دوه زرو پورې ناروغان کتلي او خلک ډول-ډول ناروغۍ لري.»

د روزګان د عامې روغتیا ریاست مرستیال فتح محمد صحتمند وايي: «زموږ د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، په ورځ کې ۱۵ تر ۲۵ پورې عملیات کوي او اوس دغه ډاکټران دلته کار کوي، مخکې هم یوه ډله دلته راغلې وه.»

د روزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولان همداراز وایي، په‌دې ولایت کې د سترګو هېڅ متخصص ډاکټر شتون نه‌لري او اړ دي چې د مرستندویه بنسټونو په مرسته له نورو ولایتونو د لنډ مهال لپاره ډول متخصص ډاکټران وغواړي.

اته شپېته کلن غلام سخي چې د روزګان د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وایي، له کلونو راهیسې یې د سترګو په لید کې ستونزې لرلې او د اقتصادي ستونزو له امله یې نه‌شوای کولی چې خپله درملنه وکړي.

نوموړی طلوع‌نیوز ته د خپل عملیات او ناروغۍ په اړه وايي: «نه پر لار تللی شوم او نه مسجد ته، دا عملیات زما لپاره ډېر ښه دی او خوښ یم چې اوس هر ځای وینم.»

یو شمېر نور ناروغان هم  چې په وړیا ډول یې درملنه شوې، خوښ دي او له مسوولانو غواړي چې د دې ولایت په ولایتي روغتون کې د سترګو ناروغیو د درملنې په برخه کې مسلکي ډاکټران په دندو وګوماري.

ناروغه هما وايي: «زما د سترګو ستونزه ډېره وه.»

ناروغ سید محمد زیاتوي: «دلته د دې لپاره راغلی یم چې سترګه مې پرده لري او غواړم درملنه یې وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ تر سلو ډېر غړي د سترګو پر ناروغۍ اخته دي چې د ډاکټرانو په وینا دا ناروغي له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول شوې ده.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، د اسټرالیا هېواد په مالي ملاتړ او د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ دغه روغتیایي ډله به د دوو اوونیو د سلګونو ناروغانو درملنه وکړي.

تصویر بندانگشتی

په روزگان کې یوه روغتیایي ډله د یو شمېر هغو ناروغانو وړیا درملنه کوي چې د سترګو په لید کې ستونزې لري.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي، د اسټرالیا په مالي ملاتړ او د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ دغه روغتیایي ډله په دوو اوونیو کې د سلګونو ناروغانو درملنه وکړي.

یو داکټر محمد یوسف وايي: «تر دې دمه موږ دلته تر دوه زرو پورې ناروغان کتلي او خلک ډول-ډول ناروغۍ لري.»

د روزګان د عامې روغتیا ریاست مرستیال فتح محمد صحتمند وايي: «زموږ د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ، په ورځ کې ۱۵ تر ۲۵ پورې عملیات کوي او اوس دغه ډاکټران دلته کار کوي، مخکې هم یوه ډله دلته راغلې وه.»

د روزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولان همداراز وایي، په‌دې ولایت کې د سترګو هېڅ متخصص ډاکټر شتون نه‌لري او اړ دي چې د مرستندویه بنسټونو په مرسته له نورو ولایتونو د لنډ مهال لپاره ډول متخصص ډاکټران وغواړي.

اته شپېته کلن غلام سخي چې د روزګان د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، وایي، له کلونو راهیسې یې د سترګو په لید کې ستونزې لرلې او د اقتصادي ستونزو له امله یې نه‌شوای کولی چې خپله درملنه وکړي.

نوموړی طلوع‌نیوز ته د خپل عملیات او ناروغۍ په اړه وايي: «نه پر لار تللی شوم او نه مسجد ته، دا عملیات زما لپاره ډېر ښه دی او خوښ یم چې اوس هر ځای وینم.»

یو شمېر نور ناروغان هم  چې په وړیا ډول یې درملنه شوې، خوښ دي او له مسوولانو غواړي چې د دې ولایت په ولایتي روغتون کې د سترګو ناروغیو د درملنې په برخه کې مسلکي ډاکټران په دندو وګوماري.

ناروغه هما وايي: «زما د سترګو ستونزه ډېره وه.»

ناروغ سید محمد زیاتوي: «دلته د دې لپاره راغلی یم چې سترګه مې پرده لري او غواړم درملنه یې وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ تر سلو ډېر غړي د سترګو پر ناروغۍ اخته دي چې د ډاکټرانو په وینا دا ناروغي له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه