په پکتيا او بلخ ولايتونو کې د کتاب اوونۍ په پار د کتابونو نندارتونونه جوړ شوي دي.
کتاب پلورونکي وايي، وروسته له هغه چې د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې تړل شوې، د کتاب بازار هم پیکه شوی دی.
په پکتیا کې کتاب پلورونکی محمد رضا مظلوم يار وايي: «په افغانستان کې چې د نجونو ښوونځي تړل شوي او پوهنتونونو ته د دوی ورتګ منع شوی دی، دې هم پرې ډېر تاثیر کړی دی.»
په پکتیا کې کتاب پلورونکی دوست محمد جبران وايي: «د خلکو اقتصاد خراب شوی دی، بلخوا له ښوونځيو د خلکو زړونه تور شوي، انشاء الله که ښوونځي پرانیستل شي، یو ډېر ښه تاثیر به وکړي.»
له دې سره سم د مطالعې مینهوال بیا اقتصادي ستونزې، وزګاري او د ځوانانو له لوري د موبایلونو ډېره کارونه، د مطالعې فرهنګ د پیکه کېدو نور لاملونه بولي.
په بلخ کې د نندارتون ګډنوال احمدالله وايي: «ستونزه دا ده چې په هېواد کې لوږه ده، که فکر ارام نهوي، نهشو کولای درس ولول، وې لیکو او یا کتاب مطالعه کړو.»
په بلخ کې د نندارتون یو بل ګډنوال عبدالکبار یادګار زیاتوي: «له علتونو یې یو دا دی چې په ټوله کې په هېواد کې د زدهکړې او تحصیل کچه ټیټه ده.»
بلخوا مسوولان بيا وايي، د کتاب او مطالعې فرهنګ د دودولو او عامولو په برخه کې به هلې ځلې ګړندۍ کړي.
د پکتيا اطلاعاتو او کلتور رييس ثواب جان اسلاميار وايي: «موږ ولسونو او لوستو وګړو ته ډاډ ورکوو چې لا هم د مطالعې لپاره ورته زمینه جوړه کړو، په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې عامه کتابوتون لرو او په ښار او بازارونو کې کتابونونه شته.»
د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست د اطلاعاتو امر عطا محمد ساهو زیاتوي: «په ننني نندارتون کې مو ۱۵۰ زره عنوانه کتابونه چې ۵۰۰ زره ټوکه کېږي، نندارې ته ایښي دي.»
په تېر کې د کتاب او مطالعې په اړه يو شمير رضاکاره ځوانانو هم هڅونکي پروګرامونه جوړول، خو وروستیو کې دا ډول فعالیتونه هم کمرنګه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه