Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیکا کې د خپل مېړه له مړینې وروسته د یوې هندۍ ستونزمن ژوند

په پکتیکا ولایت یوه هندۍ مېرمن د خپل مېړه له مړینې وروسته په خورا سخت اقتصادي وضعیت کې قرار لري.

د نوموړې د مېړه له مړينې ۱۵ کاله تيريږي چې اوس‌مهال په بد اقتصادي حالت او له خپل یوازیني ورور سره د ناهیلۍ شپې او ورځې تېروي.

عمر خوړلې سيده چې په خټه هندۍ ده او د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ له يو اوسېدونکي سره یې ۴۵ کاله وړاندې واده کړی، تر واده کولو وروسته له خپل کوچني ورور انسو سره يادې ولسوالۍ ته راوړل شوې ده.

نوموړې طلوع‌نیوز ته وايي: «هغه خلک چې دومره وخت کې پیدا نه‌شول اوس هم نه پیدا کېږي، هغوی کله موږ ته پیدا کېږي، هغوی مو په مړو کې شمارلي دي.»

د سیدې ورور انسو چې په کوچنيوالي کې پکتیکا ته راوړل شوی، اوس سپين ږیری شوی، رواني حالت يې ناسم او پالنه يې هم د خپلې ناروغې خور پر غاړه ده. دوی چې اوس د خلکو په کورونو کې ژوند کوي، ستره هیله یې د یوې دایمي سرپنا درلودل دي.

سیده وايي: «په پردي کور کې اوسېږو، په وس مې پوره نه‌ده، له یوه کوره وځم بل ته ځم.»

د سيمې خلک بيا له اسلامي امارته غواړي چې د دې کورنۍ دايمي لاسنيوی وکړي.

د سروضې ولسوالۍ اوسېدونکی نصير ارمان وايي: «دوی په ډېر بد وضعیت کې دي، اقتصادي وضعیت یې هم ډېر خراب دی؛ نو موږ له دولت څخه دا غوښتنه لرو چې د دوی اقتصاد ته پاملرنه او له دوی سره مرسته وکړي.»

د سروضې ولسوالۍ اوسېدونکی ميرولي زیاتوي: «ډېر په غربت کې دي، یوه یې خور او بل یې ورور دی، د دوی مور او پلار د هندوستان و، دلته زموږ کلیوال و، کلیوال دې هم خیر یوسي، کله چې د زکات وخت راشي، مرسته ورسره کوي.»

بل‌خوا د پکتیکا سیمه‌ییز مسوولان بيا له دې هندۍ کورنۍ سره د دايمي لاسنيوي او د سرپناه جوړولو ډاډ ورکوي.

د پکتیکا ولایت د وياند مرستيال فاروقي خپلواک وايي: «په رښتیا سره د هغوی اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، موږ ان‌شاء الله هغوی ته د سرپناه او لاسنیوي ډاډ ورکوو.»

د پکتیکا لسګونو اوسېدونکي په هند کې کاروبار، ژوند او هلته تګ راتګ لري چې ځينې نورو يې هم له هندوانو سره ودونه کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه