Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندوز کې د مناسب بازار او سړو خونو له نه‌شتوالي د یو شمېر بڼوالو شکایت

په کندز کې د بڼوالۍ د حاصلاتو د راټولولو موسم له را رسېدو سره سم، یو شمېر بڼوال د خپلو حاصلاتو د پلور لپاره د مناسب بازار له نه‌شتوالي شکایت لري.

د دغو بڼوالو په وینا، د مناسب بازار او معیاري سړوخونو د نه‌شتوالي له امله اړ دي چې خپل حاصلات په ټیټه بیه وپلوري.

بڼوال محمد انور وايي: «د میوو حاصلات ښه دي، خو ښه بازار نه‌لري، اجاره کوونکو او بنوالو ته سم نه تمامېږي.»

بڼوال فقیر محمد وايي: «سږ کال د میوو حاصل ښه دی، خو بازار او پلور نه‌شته او سړې خونې هم نه‌شته چې میوه په‌کې ذخیره کړو.»

یو بل بڼوال عبدالله جان زیاتوي: «له دولت نه دا غوښتنه لرو چې بهرنۍ میوه منع کړي، د افغانستان میوه ډېره ده چې په سمه بیه وپلورل شي.»

په همدې حال کې د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر په‌دې ولایت کې د بڼوالو ستونزو ته د رسېدو ډاډ ورکوي.

د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر صلاح‌الدین واحدي وايي: «د کرنې ریاست په لټه کې دی چې سړې خونې جوړې او بزګرانو ته بازار پیدا کړي، څو موږ وکولای شو هغه میوې چې بزګران یې راټولوي په کور دننه او بهر بازار ته وړاندې کړو.»

کندز د هېواد په شمال کې له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېری اوسېدونکي یې په کرنې او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه