Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلخ کې د یوه سوداګر له خوا د پنبې د پروسس د کارخونې جوړېدل

په بلخ ولایت کې د یوه سوداګر له خوا د ۹۰ مېلیون افغانیو په ارزښت د پنبې د پروسس کارخونه جوړه شوې ده.

چارواکي وايي چې دغه کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د اتیا ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري او کابو ۶۰ تنو ته په‌کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د کارخونې مسوول فیض محمد یوسف زی په دې هکله وايي:«دلته مو کابو ۹۰ مېلیونه افغانۍ پانګونه کړې او په یوه یوه شپه او ورځ کې کابو ۸۰ ټنه بنبه پروسس کوي او کابو ۵۵ تر ۶۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.»

د دې کارخونې ځينې کارګر له دې امله چې د کار زمینه ورته برابره شوې، خوښ دي خو له نورو پانګه‌والو هم غواړي چې په هېواد کې پانګونه وکړي څو هېوادوال د کار موندلو لپاره نورو هېوادونو ته کډوالۍ ته اړ نه شي.

کارګر اسحاق طلوع‌نیوز ته وايي:«شرکتونه فعال شوي او موږ ته د کار زمینه برابره شوې موږ ډېر خوشحاله یوو.»

بل کارګر محمدالله هم وویل:«دا چې دلته په کار بوخت یم خوشحاله یم، الله دې ټولو ته روزي نصیب کړي.»

د بلخ د صنعت او کانونو خونې رییس امام الدین سنایي زاده څرګندوي:«نه شو کولای چې په یوې کارخونې سره د بزګرو ستونزې حل کړو، بزګر نورې ستونزې هم لري.»

ورته مهال، د بلخ سیمه‌ییز مسوولان په دغه ولایت کې د پانګه‌والو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکوي او له نورو سوداګرو غواړي چې په کور دننه پانګونه وکړي.

د بلخ د کار او ټولنیزو چارو رییس نصیر احمد ابو خالد وايي:«افغان پانګوال هغه چې بهر دي او که دننه په کور دي، دننه په هېواد کې پانګوه وکړي او خپله پانګه له هېواده بهر نه‌کړي.»

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال په دغه ولایت کې پنځوس کارخونې د پنبې د پروسس په برخه کې فعالیت کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه