Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خوست کې د سپي داړلو لپاره د واکسین له نشتوالي اندېښنې

د خوست د عامې روغتیا ریاست وايي چې هره میاشت په دغه ولایت کې ۳۰۰ تنه د لېونیو او کوڅه‌‌‌ډبو (کوڅه‌يي) سپیو له خوا داړل کېږي؛ خو دغه ریاست د هغه واکسین په واک کې نه‌لري.

د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال طلوع نیوز ته وایي واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د روغتیا نړۍوال سازمان له دوی سره د یاد واکسین مرسته نه ده کړې.
 
د خوست د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالرحمن زاهد وايي:«د لېونیو سپي له خوا د داړلو پېښې چې په میاشتنۍ ډول موږ تر ۳۰۰ پورې تعداد لرو چې دغه پېښې له موږ سره ثبتېږي، له دې مخکې د دې واکسین موږ ته د نړۍوال سازمان یا [WHO] له خوا راکول کېدل؛ خو اوس موږ دغه واکسین نه‌لرو.»

اته کلن نقیب الله د یعقوبیو او صبریو ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دی نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې په خپل کلي کې لېوني سپي داړلی دی.

د نوموړي کاکا وایي، کله یې چې وراره د واکسینو لپاره دولتي روغتون ته ولېږدوه، هلته واکسین نه‌وو او وروسته یې په یوه خصوصي روغتیایي مرکز کې واکسین ورته وکړل، هغه واکسین چې د کیفیت په اړه یې دی خپله هم ډاډه نه‌دی.

د خوست اوسېدونکی عبدالقیوم وايي:«دا چې د واکسینو کیفیت څه ډول دی؟ یا په دا شخصي کلینیکونو کې کیفیت په شکل دی دا نه‌شم ویلای، معیار یې څه ډول دی او په څه بڼه وساتلی شي او څه ډول ورکړل شي.»

د خوست اوسېدونکی ابوبکر سنګین څرګندوي:«مخکې په صحت عامه کې د لېوني سپي واکسین موجود و، خو اوس نشته یعنې په ښار کې په پیسو باندې اخیستل کېږي، زموږ د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی.»

د خوست اوسېدونکي محب خوستی هم وویل:«یو واکسین تقربیاً ۴۰۰ تر ۵۰۰ افغانیو پورې قیمت لري، موږ د عامې روغتیا وزارته دا غوښتنه لرو چې دغه واکسین دوی د خلکو لپاره حاضر کړي، څو خلک اړ نه‌شي چې دغه واکسین په پیسو واخلي.» 

د خوست روغتیایي مسوولان وایي، دغه ولایت کې په خصوصي روغتونونو کې هم د کېدونکو واکسینو له کیفیته جدي څارنه کوي او په خبره یې، هڅه کوي چې د مرستندویه بنسټ په مرسته یاد واکسین ترلاسه او متضررو کسانو ته یې ورکړي.

د خوست ولایت اوسېدونکي په دولتي روغتونونو کې په وړیا توګه د واکسین د تطبیق او همدارنګه په خصوصي روغتونونو کې د دغو واکسینونو د کیفیت د څارنې غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه