Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بندامیر زړه راښکونکې ښکلا په ژمي کې هم سیلانیان لري

د بامیانو فرهنګي فعالان وایي که حکومت اسانتیاو برابرې کړي د دغه ولایت بند امیر د دې جوګه دی چې په ژمي کې هم ځانته سیلانیان راجلب کړي.

د ژمي پر مهال که څه هم هلته هوا ډېره سړه وي خو سپینې واورې او د بند امیر یخ وهلې اوبه دغه ملي پارک ته ځانګړې ژمنۍ ښکلا ورکوي.

د بامیان-بندامیر لار که څه هم په اساسي ډول نه ده رغېدلې خو هلته بیا هم په ژمي کې کورني سیلانیان ورځي.

فرهنګي فعال سید تقي و ویل: «سیلانیان د سکي لپاره راځي، خلک فوټبال او والیبال کوي او کله چې د بند اوبه یخ و وهي ډېرې ښایسته کیږي او خلک پکې لوبې کوي.»

د بامیان په سپینو واورو پوښلو غرونو کې د بند یخ وهلې رڼې اوبه د زېړ لمر لاندې دې سیمې ته خوار ډېره ښکلا وربښلې ده.

هغوی چې د ژمي په سړې هوا او سختو لارو کې سلګونه کېلومټره لرې مزل کړی او دلته راغلي وایي د بند امیر له ژمنیو طبیعي ښکلاوو خوند اخلي.

سیلاني میثم و ویل:« بندامیر له اوړي او پسرلي هم ښایسته شوی دی، د بند یخ وهلې اوبه او په غرونو کې سپینو واورو د بند پراختیا لا زیاته کړې ده.»

بل سیلاني صابر و ویل:« دلته مو له ښایسته سیمو لیدنه وکړه، ژمۍ دی او د بند یخ وهلې اوبه ډېرې ښایسته دي.»

د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي، راتلونکی کال به بند امیر کې د هوټل پر جوړولو سربېره، د ټولګټو چارو ریاست په همکارۍ د بامیان- بند امیر لاره م پاکه او دا سیمه به د سیلانیانو لپاره چمتو کړي.

صفي الله رائد
د بامیان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس، صفي الله رائد و ویل:« د راتلونکې کال په پسرلي کې به په بند امیر کې د سیلانیانو لپاره یو پرمختللی هوټل جوړ شي چې ټولې اسانتیاوې به ولري.»

د بند امیرملي پارک د بامیان له مهمو تفریحي سیمو شمېرل کېږي، چې هر کال د زرګونه کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شاهد وي. د شمېرو له مخې، روان لمریز کال تر سل زره زیاتو سیلانیانو له دغه پارک لیدنه کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه