Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

"بند امیر ته د ښځو پر تګ له بندیز وروسته د ګرځندیانو شمېر کم شوی"

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت له لوري د بند امیر ملي پارک ته د ښځو پر تګ له بندیز وروسته، اوس د دغې تفریحي سیمې ځينې هټۍوال او اوسېدونکي وایي چې دې ځای ته د راتلونکو سېلانیانو شمېر کم شوی او کارو بار یې هم پیکه شوی دی.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې پر خپلې دغې پرېکړې بیا کتنه وکړي او هغو ښځو ته چې حجاب مراعتوي، دغه پارک ته د تلو اجازه ورکړي.

د بامیانو اوسېدونکی محمد علي طلوع‌نیوز ته وویل:«کله چې امر بالمعروف د ملي پارک په دروازه کې ولاړ دی، همالته ته دې بې حجابه ښځو ته ووايي چې پارک ته مه ننوځئ.»

په همدې حال، ځينې هغه ښځې چې د بند امیر پارک کې لاسي صنایع پلوري او له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي، وایي چې د ښځو د حضور پرته د دوی لاسي صنایع هېڅ پلور نه‌لري.

د بامیانو اوسېدونکې رقیه احمدي وايي:«پلور ټول د ښځو لپاره دی هغه پېر چې ښځې کوي سړیان یې نه‌کوي، طبعاً چې خلک زیانمن شوي او پلور هېڅ نشته، نه یوازې بند امیر بلکې ټول بامیان زیانمن شوی دی.»

یو شمېر سیلانیان هم تفریحي ځایونو ته تلل د ټولو حق بولي خو له ښځو غواړي چې دغو ځایونو ته د تلو پرمهال، اسلامي حجاب رعایت کړي.

ګرځندوی مبارز محمدي وویل:«د یو شمېر خلکو له امله چې همدا بې‌نظمي، ګډونډي او بې‌حجابۍ ته لمن وهي او د نورو خلکو لپاره ستونزې رامنځته کوي، هیله کوم چې دغه موضوعګانې رعایت کړي.»

فرهنګي فعال میثم نظري هم څرګندوي:«د امر بالمعروف ادارې له خوا د محدودیت د لګولو کابو یوه اوونۍ کېږي چې په بند امیر او د بامیانو په نور تفریحي ځایونو کې د ګرځندویانو حضور فوق‌العاده کم رنګه شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځلي رسېدو او د هواد په لویو لارو کې د امنیت له ټینګښت وروسته، تفریحي ځایونو په ځانګړې توګه بند امیر ته د تلونکو کورنیو او بهرنیو سیلانیانو شمېر زیات شوی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه