Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کندهار روغتیایي مسوولین: ۷۰ سیمې له روغتیایي خدمتونو بې برخې دي

د کندهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وایي د دغه ولایت په کچه لاهم ۷۰ داسې سیمې شته، چې اوسېدونکي يې هېڅ ډول روغتيایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د دوی په خبره، هڅه کوي چې د دغو سیمو د اوسېدونکو لپاره اړینې روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړي.

د کندهار د عامې روغتيا رياست د روغتيایي مالوماتو مسوول، سيد دوواد وویل: « په کندهار ولایت کې ۷۰ سپینې سیمې (له روغتیايي خدمتونو محرومې سیمې) شته چې زموږ د چمتو شوي نوملړ له مخې د تغیر په حال کې دي او هغې سیمې ته چې روغتیایي خدمات ورسیږي موږ یې نوم له نوملړه لیرې کوو او نوی سیمه چې تثبیت شي په نوملړ کې یې رسوو څو ورته پاملرنه وشي.»

د کندهار د ليرو پرتو سيمو اوسېدونکي بيا په خپلو سيمو کې په طبي وسايلو د سمبال روغتیايي مرکزونو د جوړېدو غوښتنه کوي.

د کندهار اوسېدونکې، ميرزا وویل: «د هغو ناروغانو لپاره چې دلته یې درملنه سخته ده، لایقه ډاکټران راوړل شي، د درملنې خدمات وړاندې شي او بله دا چې زموږ لاره خرابه ده هغه دې جوړه شي چې ناروغان په اسانۍ سره راورسوو.»

د کندهار یو بل اوسېدونکي، محمد حنیف هم وویل: « دلته د ډاکټرانو او روغتیایي خدماتو له کمښت سره مخ یو او اقتصادي ستونزې هم لرو چې نشو کولای له دې ځای پرته د درملنې لپاره بل ځای ته لاړ شو.»

د کندهار د روغتیا رياست د مالوماتو پر بنسټ که څه هم د پخوا په پرتله د خلکو لاسرسی دغه ولایت کې روغتیایي خدمتونو ته زيات شوی، خو لاهم د روغتيایي خدمتونو پراختيا ته اړتیا ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه