د وینې مرکزي بانک رييس وايي، دمګړۍ د هیموفلیا ناروغانو د درملنې لپاره د امکاناتو له کمښت سره مخ دي.
نوموړی د روغتیا په برخو کې له نړۍوالو مرستندویانو غواړي چې د هیموفلیا له ناروغانو سره په دوامداره توګه همکاري وکړي.
د وینې د مرکزي بانک رییس محمد ناصر صادق وايي: «د هیموفلیا له نړۍوال سازمانه مو غوښتنه ده چې څه ډول فکټور-۸ رالېږي، دا کم دي، بسنه نهکوي، دا دې ډېر کړي او د دې تر څنګ دې فکټور-۹ هم راولېږي، څو ناروغان درملنه شي، ناروغان به بد حالت کې دي.»
له دې سره سم، پر هیموفلیا ناروغۍ یو شمېر اخته کسان په هېواد کې د دوی د درملنې لپاره د کافي امکاناتو له نهشتوالي سر ټکوي لري.
څلوېښت کلن عبدالحمید چې د اتم فکټور د اخیستو لپاره د وینې مرکزي بانک ته راغلی، وايي، له دریو میاشتو راهیسې په هیموفلیا ناروغۍ اخته شوی دی.
نوموړی طلوعنیوز ته وايي: «د بستر لپاره یو ځای او مرکز باید ولرو، له نړۍوالې ټولنې لا ډېر فکټورونه غواړو چې موږ ته اتم او نهم فکټورونه برابر کړي.»
د ناروغ کس تره سبحانالله وايي: «زموږ غوښتنه دا ده چې دغه فکټورونه ډېر کړي، کله چې فکټورونه نهوي، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یوو.»
هیموفلیا د وینې یوه ناروغي ده چې د ډاکټرانو په وینا، په وروستیو کلونو کې یې د درملنې امکانات له ننګونو سره مخ شوي دي.
یو شمېر ډاکټران د اتم او نهم فکټور تزریق د ناروغانو لپاره مهم ګڼي.
ډاکټر روحالله وايي: «که اتم او نهم فکټور په وخت ورته ورسېږي، هېڅ وخت یې په بدن کې نښې نه لیدل کېږي، د بېلګې په ډول هېڅ درد نه احساسوي او یا دننه خونریزې ولري.»
که څه هم په وروستیو کلونو کې پر هیموفلیا ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر په تړاو کره سروې نهده شوې، خو د وینې د مرکزي بانک د شمېرو له مخې له دغه بانک سره د هیموفلیا یوازې ۸۸۲ تنه ناروغان ثبت دي.
په دې اړه مو اندونه