Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جوزجان په یوه لرې پرته سیمه کې د لومړي ځل لپاره ښوونځی جوړ شو

د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ په يوه لرې پراته بند چوغان کلي کې د لومړي ځل لپاره یو ابتدایه ښوونځى جوړ شو.

د جوزجان د پوهنې رییس وايي، د دغه ښوونځي له جوړېدو یې موخه، له زده کړو محرومو ماشومانو ته د زده کړو زمینې برابرول دي.

د پوهنې وزارت د مالوماتو له مخې، په دغه ښوونځي کې دا مهال د نجونو په ګډون، تر ۷۰ ډېر ماشومان زده کړې کوي.

د جوزجان د پوهنې رییس، محمد طاهر جواد طلوع‌نیوز ته وویل: «موږ دغه کلی پیداکړ چې ښوونځی او مدرسه په کې نشته، او په دغه ځای کې د ماشونو د زده کړې لپاره هېڅ امکانات نشته نو پرېکړه مو وکړه چې دلته یو ابتدایه ښوونځی جوړ کړو څو هغه ماشومان چې له زده کړو محروم دي، دغه ځای کې و روزل شي.»

د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ اوسېدونکی، زرملک چې تر دې وړاندې به یې د زده کړو پر ځای له سهاره تر ماښامه د پسونو رمې څرولې اوس هیله لري چې ډاکټر شي.

زرملک د طوع‌نیوز خبریال ته وویل: « نه پوهیږئ چې څومره خوښ یم چې اوس زموږ په کلي کې ښوونځی جوړ شوی او لخیره کولای شو چې خپلو د ډاکټرۍ او انجینرۍ هیلو ته ورسیږو.»

د جوزجان ولايت د خواجه دوکوه ولسوالۍ د بند چوغان کلي يو شمېر اوسېدونکي له دې امله چې ماشومانو ته یې د زده کړو زمینه برابره شوې، خوښ دي، خو له مسوولینو په دې برخه کې د لا زیاتو امکاناتو او اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه کوي.

د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ اوسېدونکي،  ګل محمد وویل: «موږ سواد نه لرو او په دغه کلي کې نابینا یو، موږ راویښ کړئ.»

د دغې سیمې یو بل اوسېدونکي، عبدالرحمن هم وویل: «په دغه ځای کې نه ښوونځی شته او نه هم د زده کوونکو لپاره یوه رسمي مدرسه شته چې موږ هیله من اوسو چې زموږ په سیمه کې سواد لرونکي کسان پیداشي.»

د جوزجان ولايت د خواجه دوکوه ولسوالۍ د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار په پنځوس کیلومټرۍ کې پرته ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه