Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په راتلونکي پوهنیز کال کې د ښوونځيو له پرانیستنې د نجونو زده کوونکو ناهیلي

د ۱۴۰۳ ښوونیز کال د پیل په درشل کې، هرات کې یو شمېر نجونې تر شپږم ټولګي پورته د دوی پر مخ د ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه کوي.

دا نجونې وایي، د ښوونځي د بند پاتې کېدو له امله پر رواني ناروغیو اخته شوي او هیلې یې له لاسه ورکړې دي.

زده کوونکې، شریفې له ښوونځي تر محرومېدو وروسته خیاطۍ ته مخه کړې ده.

هغه په اووم ټولګي کې وه، چې ښوونځي ته له تګ محرومه شوه او څه د پاسه دوه کاله کېږي چې د ښوونځيو د پرانیستو په تمه ده.

زده کوونکې، شریفه غیاثي طلوع نیوز ته وايي: دوه کاله کیږي چې ښوونځي تړل شوي، نو موږ خیاطۍ ته مخه کړې، موږ له اسلامي امارت غواړو چې ښوونځي پرانیزي څو موږ زده کړې وکړو او ښه راتلونکی ولرو.

له ښوونځیو محرومې یو شمېر نورې نجونې هم دلته د شریفې ترڅنګ خیاطي کوي.

دا نجونې وایي، چې له کورناستې او رواني فشار د خلاصون په موخه د خیاطۍ زده کړې ته مخه کړې ده.

یوه بله زده کوونکې، حسنات عثماني و ویل: «موږ له مجبورۍ دلته راغلي یو ځکه تل به کور کې و، اوس په خیاطۍ بوخت یو، موږ له اسلامي امارته غواړو چې ښوونځي پرانیزي.»

نازنین حبیبي، زده کوونکې هم و ویل: «موږ ښوونځيو ته د تګ اجازه نه درلوده نو اړ شو چې خیاطۍ ته مخه کړو، موږ غواړو چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړو.»

له ښوونځي محرومې نږدې ۲۰ نجونې دلته هره ورځ د خیاطۍ زده کړې ته راځي.

د تېرو دوو کلونو په لړ کې، یو شمېر نجونې خیاطانې شوې دي.

د خیاطۍ کارخونې مسووله، رعنا اسحاقزۍ طلوع نیوز ته وايي: «دلته چې د کار او زده کړو لپاره راځي دا هغه نجونې دي چې له ښوونځي محرومې دي، دوی په ماتو زړونو دلته کار کوي ځکه د خیاطۍ له زده کړې سره یې مینه نشته او غواړي زده کړې وکړي او راتلونکي کې ترې څه جوړ شي.»

څه باندې نهه سوه ورځې کېږي، چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي.

پوهنې وزارت تل ویلي چې د نجونو ښوونځي په دایمي نه، بلکې تر امر ثاني پورې تړل شوي دي.

خو لا هم روښانه نه ده، چې د نجونو پر وړاندې به ښوونځي کله پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه