د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست تېر ماښام (دوشنبه ۶ وري) د ختیځو ولایتونو ځوانانو لپاره ډلهییز روژه ماتی چمتو کړی و.
د جلال آباد ښار اړوند په یوه لوبغالي کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت له لوري د افغانانو ترمنځ د یووالي په نوم ګډ روژه ماتی دی، چې سلګونه ختیځ مېشتو په کې برخه اخېستې ده.
مسوولین وایي، د ١٢ سوه کسانو لپاره یې د روژه ماتي دغه چمتووالی نیولی و، چې له دې چارې یې موخه د افغانانو ترمنځ یووالی او مینه ده.
د ننګرهار اطلاعاتو کلتور ریاست د ځوانانو چارو امر، محمد اصف زهیر و ویل: ( دا ډله ییز روژه ماتی مو ترتیب کړی .دغه روژه ماتی مو د اسلامي ورورولۍ په نوم نومولی دی، دلته به د هر قوم، د هرې ژبې او د هر مسلک خلک به ګډه ورورولۍ او د امن په فضا کې روژه ماتی ترسره کوي.)
د ننګرهار ولایت ویاند، قاضي ملا عادل هم د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: (د خوشحالۍ خبره دا ده چې ځوانان او د اسلامي امارت مسولین په یو ټغر سره ناست دي خوندوره فضا ده دغسې برنامې په لاره اچول حکومت تر منځ واټن کموي.)
اخوا د دغه ګډ روژه ماتي ګډونوال د ولسونو د یو موټي کېدو په موخه، د دا ډول غونډو برابرول مهم بولي او له سرپرست حکومت یې د دوام غوښتنه کوي.
ګډونوال، حیات الله حمید و ویل:(د ولسوالۍ او د ښار ځوانان سره کیني، روژه ماتی کوي نظرونه سره تبادله کوي، زړونه سره یو ځای کیږي، دغسې پروګرامونه د یو حکومت لپاره ګټور دي.)
یوه بل ګډونوال، اسماعیل خان عندیال هم په دې تړاو و ویل: (په یوه ټولنه کې د ځوان موجودیت د ټولنې د پرمختګ لامل ګرځي،که چیرې مونږ په ټولنه کې ځوان نسل ونلرو،نو مونږه پرمختګ نشو کولی،یوازنې د ځوان نسل دی چې تعلیم او دیني مفکورو ته پرمختګ ورکړي)
دا لومړی ځل نه دی، چې په جلال آباد ښار کې ګڼو کسانو ته ډله ییز روژه ماتی چمتو کېږي؛ بلکې تر دې وړاندې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د دا ډول ګډ روژه ماتي برابر شوي دي.
په دې اړه مو اندونه