د خوست په هوايي ډګر کې د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ سخته نښته دوام لري.
د خوست ځايي چارواکو ویلي چې دغه نښته ۲:۳۰ دقیقې له غرمې وروسته نن له هغې وروسته رامنځته شوه چې یو ځانمرګی بریدګر په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي چاوېدونکي توکې یې د خوست د پوځي هوايي ډګر د ختیځې دروازې په مخکې وچاودول او د نورو بریدګرو لپاره یې لاره پرانیسته.
ویل کېږي چې په دغه هوايي ډګر کې ډېری پوځيان بهرنیان دي.