په هلمند ولایت کي د ناامنیو تر ډېرېدو او د طالبانو له لوري د ولسوالیو د نسکورېدو وروسته د یو شمېر ولسوالیو ولسوالان د ټولو دولتي امتیازاتو د تر لاسه کولو سربېره په لښکرګاه ښار کي وخت تېروي.
د هلمند ولایتي شورا د یاد مطلب په څرګندولو سره وايي د نا امنه ولسوالیو ټول مأمورین او کارکوونکي امتیازات او معاشونه په لاس راوړي خو خپل په کورونو کي اوسېږي
د دوی په خبره دمګړي د هلمند یو شمېر ولسوالی پرځېدلي او د یو شمېر ولسوالیو چي یوازې يې مرکزونه د حکومت په لاس کي دي خو اوسېدونکي يي د خپل ستونزو د حل په موخه د ولایت مقام ته مراجعه کوي.
بل لوري د هلمند ولایت مقام وايي د ولسوالیو دولتي مأمورین په خدمتي ډول د ولایت په مقام کي خپل اړوند ولسوالیو ته کار کوي. او د ولایت له مقام څخه د ولسوالیو اوسېدونکو ته خدمات وړاندي کوي.
په هلمند ولایت کي د نا امنیو له ډېرېدو وروسته د هلمند ۶ ولسوالی پرځېدلي دي.او د پاتې نورو ولسوالیو یوازي مرکزي سیمي د حکومت په واک کې دي.چي د یادو یو شمېر ولسوالیو مأمورین تر دې دمه پر خپل کور بشپړ دولتي امتیازات تر لاسه کوي.
د هلمند ولایتي شورا وايي هغه دولتي مأمورین چي له ولسوالیو څخه راغلي د دولتي امتیازاتو په تر لاسه کولو سربېره د خپلو ولسوالیو اوسېدونکو ته هېڅ ډول خدمات نه وړاندي کوي.
د هلمند ولایتي شورا رئیس، کریم اتل وايي:«ولسوالۍ او هغه برخې چې د ترهګرو په اداره کې دي د دغو سیمو دولتي کارکوونکي د لښکرګاه په ښار کې دي او د ورځې د حاضرۍ په لاسلیک سره معاش اخلي خو کار یې درک نهلري او په دغو برخو کې دولت هېڅ واکمني نهلري.»
د هلمند ولایتي شورا غړی، عطالله افغان زیاتوي:«۶ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي خو ولسوالان برحاله دي معاش اخلي خو کار نهکوي.خو دغه کار د کلیوال مېشتو لپاره ډېرې ستونزې راولاړې کړې دي او دغه کلیوال مېشت اړ دي چې د خپلو ستونزو د حل لپاره طالبانو ته مراجعه وکړي.»
بل لوري د هلمند ولایت سیمهيیز چارواکي وایي چې د ناامنه او پرځېدلو ولسوالیو مأمورین ته د ولایت په مقام کې دفترونه ورکړل شوي دي او له دې ځایه د اړوند ولسوالیو اوسېدونکو ته خدمات وړاندي کوي.
د هلمند د والي ویاند، عمرځواک وايي:«هوکې موږ یې منو هغه ولسوالۍ چې د طالبانو په واک کې دي په هغو سیمو کې دولتي کارونه فلج دي،خو له هغې سره دولتي کارکوونکي له لښکرګاه څخه د کلیوال مېشتو ستونزې حل کوي.»
دمګړی د هلمند ، دناوې،خانشین،دیشو ،باغران،موسی کلا او نوزاد ولسوالۍ په بشپړه توګه پرځېدلې دي.
او د واشیر ،سنیګن ګرمسیر او کجکي ولسوالیو څخه يي یوازي مرکزونه د دولت په واک کې پاتې دي.